د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي


د ایران رسمي خبري آژانس، ایرنا د بهرنیو چارو د وزارت د معیین له خولې لیکلي چې هیواد به یې خپل د یورانیمو د غني کولو کار جاري ساتي.

برتانیې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې که ایران د خپل جنجالي اتومي پروگرام پر سر له نړۍ سره مشکلات حل نکړي نو د هغه ملک د تر ټولو ستر بانک سرمایه به له دوران نه وغورځوي.

د ایران د شهروند امروز اونیزې د ایراني چارواکو له خولې لیکلي چې تهران له اروپايي بانکونو نه خپل په میلیاردونو ډالر د دوران نه د غورځیدو له ویرې راایستلي دي خو بانکي مسئولینو تر اوسه دا خبره نه ده تصدیق کړې.

د اروپايي اتحاد د خارجي پالیسۍ رئیس هاویر سولانا د شنبې په ورځ ایران ته داسې تازه هڅوونکي امتیازونه وړاندې کړل چې هغه هیواد له اتومي فعالیتونو نه ژغوري او ویې ویل چې له ایراني مقاماتو سره یې خبرې کامیابې وې.

XS
SM
MD
LG