د لاس رسي وړ اتصالات

مصري چارواکي: اسرائیلو او حماس اوربند کړی 


د مصر رسمي خبري آژانس خبر ورکړی چې د فلسطین د حماس ډله او اسرائیل سر له پنجشنبې نه د یوه اوربند په عملي کوله موافقه کړې ده.

د مینا خبري آژانس نن د مصر د یوه عالي رتبه چارواکي له خولې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې د اوربند په لومړۍ مرحله کې به د غزې په تړانگه کې دواړه خواوې د امن د ټینگولو کوښښ کوي.

د حماس چارواکو ویلي د اوربند د رامنځته کیدو طرفدار دي خو اسرائیلي مقاماتو تر اوسه د اوربند تصدیق نه دی کړي او ویلي یې دي چې په دې باب د خبرو له پاره یې مصر ته خپل استازی لیږلی دی.

بل خوا، فلسطیني چارواکو ویلي، د غزې پر تړانگه باندې د اسرائیلو د دوو هوايي بمباریو په نتیجه کې نن ٥ تنه جنگیالي وژل شوي او دوه نور فلسطینیان زخمیان دي.

د اسلامي جهاد ډلې وویل، د دوی جنگیالي هغه وخت ووژل شول چې پر موټر یې بم ولگیده.

د اسرائیلو پوځ تائید کړې چې د غزې د تړانگې پر جنوبي برخه یې دوه ځله هوايي بمباري کړې. دوی وايي، د لومړۍ حملې هدف د دوی په خبرې ترهگر وو، خو د دوهمې حملې په باب یې جزیات نه دي ورکړي.

اسرائیل اکثره وخت پر غزې باندې بمبار کوي له کومه ځایه چې پر اسرائیلو باندې د راکټونو حملې کیږي.

اسرائیلو تر کال هغه وخت له غزې سره خپل سرحد وتاړه چې د حماس ډلې ددغه ځای واک تر لاسه کړ.

XS
SM
MD
LG