د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پاکستان - آیا حامد کرزی کولای شی چی خپل گواښ عملی کړي؟


د افغانستان جمهور ریس گواښ کړی دی چی په هغو طالبانو پسی چی په پاکستان کی یې مرکزونه جوړ کړي دي، پوځیان ولېږی. مگر د امریکا ږغ خبریال، گېری تامس رپوټ راکوی چی دغه کار د پاکستان او افغانستان پر سرحد باندی د غلطی محاسبې خطر زیاتوی.

څېړونکي دا خبره چندانی نه منی چی جمهور ریس حامد کرزی به عملا وکړای سی چی خپل تهدید عملی کړي او په توندرو طالبانو پسی به د پاکستان خاوري ته عسکر ولېږی.

دوی دې خبری ته اشاره کوی چی د افغانستان ملی پوځ اوس هم نسبتا کمزوری دی او په افغانستان کی اکثر پوځی او امنیتی عملیات د ناټو قواوی کوی.

په پاکستان کی د برټانیې یو پخوانی سفیر، هیلیری سایناټ هم وایی چی د ناټو امنیتی قواوی به چی د افغانستان ساتنه کوی، ددغه راز یوه اقدام د کېدلو د مخنیوی دپاره کوښښ وکړی.

هیلیری سایناټ: "موږ ټول که برټانیه ده که متحده ایالات، کوښښ کوو چی د داسی مداخلې مخه ونیسو چی جمهور ریس کرزي اشاره ورته کړې ده. نو زه دې تهدید ته پر پاکستان باندی د یوه فشار د اچول کېدلو په سترگه گورم څو هغه هیواد په هغو سیمو کی چی کنټرولول یې ډېر گران دي، د طالبانو د کنټرولولو دپاره نور کوښښ هم وکړی."

خو د دې خبری سره سره، د افغانستان پر سرحد باندی د پاکستان په قبایلی سیمو کی د طالبانو د مرکزونو د مسلې پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات سوی دی. په لندن کی د دفاع او امنیت په انستیتوت کی د اسیا د امنیتی پروگرام آمر، الیکزانډر نیل، وایی د تاوتریخوالي زیاتېدل خطرناک دي.

"د غلطی محاسبې په اساس د عمل کولو احتمال سته. نو که د پاکستان سرحدی ملېشه د پرله پسې پیرو څخه ستړي سوي وي او د افغانستان پر ملی پوځ باندی د توندروانو گومان وکړي او ډزی ور باندی وکړي نو کېدلای سی چی دغه عملیات ژر پراخ سی. او دا خبره هم په اسلام اباد او هم په کابل کی طرح ده."

د جمهور ریس کرزي له دغو تبصرو څخه ښکاری چی د متحده ایالاتو او افغانستان مقامات د پاکستان دې عمل ډېر سخت په غوسه کړي دي چی په خپله خاوره کی یې طالبانو او د هغوی د القاعده متحدینو ته ځای ورکړی دی.

جمهور ریس بش په واشنگټن کی د وینا په ترڅ کی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نیژدې همکاری غوښتنه وکړه او وې ویل چی دواړه خواوي په سړه سینه کار وکړی.

"دا څرگنده خبره ده چی په هغه سیمه کی د آزمېیښت وضع ده. که زه د یوه هیواد جمهور ریس یم، او زما خاور یته له بل هیواد څخه کسان راځی او زما په هیواد کی بېگناه خلک وژنی، نو زما سره به حتما اندېښنه پیدا کېږی. مگر موږ کولای سو چی د وضع په کرارولو کی مرسته وکړو، او داسی یوه ستراتیژي طرح کړو چی دغه افراطیان د مرکزونو او پناه ځایونو له جوړولو څخه منع کړو او ازاد تگ راتگ و نه کړی."

مگر په پاکستان کی د خاوري د تمامیت مسله ډېره حساسه ده او چی څوک د هغه هیواد په خاوره کی د افراطیانو د تعقیبولو خبره کوی نو اسلام اباد په غوسه کېږی.

یوې تازه بمباری، چی د متحده ایالاتو مقامات وایی د پاکستان په خاوره کی د توندروانو پر مرکزونو باندی وسوه، یوولس تنه عسکر قتل کړل او د پاکستان حکومت یې سخت په غوسه کړ.

الیکزانډر نیل وایی د پاکستان یوه عالی رتبه پوځی منصبدار په د ېتازه شپو ورځو کی هغه ته وویل دغی پېښی ته د یوه څرگند تېری په سترگه گوری.

نیل وایی د پاکستان د پوځ زیاتره صاحب منصبان په دغه عقیده دي: "داسی ښکاری چی دغه راز نارضاییت په اسلام اباد کی زیات سوی دی او د پاکستان عالی رتبه صاحب منصبان او متقاعد منصبداران په سرحدی سیمو کی د متحده ایالاتو د عملیاتو په مقابل کی عکس العمل او ناخوښی ښکاره کوی، مگر د افغانستان د ملی پوځ د عملیاتو په مقابل کی هم عکس العمل څرگندوی."

هیلری سایناټ، چی اوس د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کی یو عالی رتبه مامور دی وایی چی پر پاکستان باندی دې فشار چی په خپلو سرحدی سیمو کی د توندروانو د عملیاتو د کنټرولولو دپاره نوری هڅی وکړي تر یوه ځایه پوری منفی نتیجه ورکړې ده .

هیلری سایناټ: "مشکل دا دی چی متحده ایالات پر نوي حکومت باندی هر څونه خپل انتقادونه زیات کړي په هغه اندازه د متحده ایالاتو سره د نوي حکومت د همکاری کولو اندازه کمېږی ځکه چی په پاکستان کی د متحده ایالاتو محبوبیت ډېر کم سوی دی."

د پاکستان حکومت کوښښ کوی چی په خپلو سرحدی سیمو کی د توندروانو د فعالیتونو د کمولو په منظور د قبایلی مشرانو سره د سولی موافقې تر لاسه کړي مگر د متحده ایالاتو ځینی مقامات او د رینډ د تحقیقاتی موسسې څېړونکي وایی دوی په عمل کی د توندروانو عملیاتو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG