د لاس رسي وړ اتصالات

ارغنداب ته د طالبانو له ننوتلو وروسته سیمییز خلک تیښتې ته مجبور شوي


په سلگونو کورنۍ د کندهار ښار ته نږدې د ارغنداب له ولسوالۍ نه په داسې حال کې وځي چې افغان عسکر او ناټو قواوې په دغه سیمې کې د یاغي طالبانو په خلاف عملیاتو ته تیاری نیسي.

چارواکي وايي، څه نا څه ٥٠٠ یاغي طالبانو د دوشنبې په ورځ د ارغنداب د ولسوالۍ په جنوب کې څو کلي ونیول. له دې نه درې ورځي مخکې یاغي طالبانو د کندهار پر زندان حمله وکړه او په سلگونو زندانیان یې خوشې کړل چې ډیر یې یاغيان وو.

عیني شاهدان وايي، یاغیانو په نیول شویو کلیو کې ځینې پلونه الوزولي دي.

د ناټو ملکي نطاق د دوشنبې په ورځ وویل له زندان نه خوشې شویو ډیرو یاغیانو اوس بیا وسله پورته کړې ده. هغه وویل د ناټو قواوې د قوي خطرونو د مخنیوي لپاره آماده دي.

ناټو دا وخت په افغانستان کې ٥٣ زره عسکر لري چې سم نیمايي یې د متحده ایالتونو دي. متحده ایالاتو د ناټو پر غړو هیوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر زیات کړي.

برتانیې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته ٢٣٠ نوي عسکر لیږي او تر ٢٠٠٩ کال پورې به په هغه هیواد کې د خپلو عسکرو شمیر اته زرو ته رسوي.

XS
SM
MD
LG