د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د نړۍ د مهاجرو نیمايي افغانان او عراقیان دي


د ملگرو ملتونو د مهاجرو اداره وايي، په عراق او افغانستان کې روانې جگړې په نړۍ کې د مهاجرو شمیر زیات کړی دی.

دغې ادارې نن د سه شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې وویل، په تیر یوه کال کې له ملگرو ملتونو سره د ثبتو شویو ١١ اعشاریه څلور میلیونو مهاجرو سم نیمايي افغانان او عراقیان دي او ورپسې د کولمبیا، سوډان او سومالیا د مهاجرو شمیر زیات دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په کولمبیا کې تر ټولو زیات خلک داخلي بې ځایه شوي چې شمیر یې نږدې درې میلیونو ته رسیږي. په عراق کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو شمیر دوه اعشاریه څلور میلیونو ته رسیږي او په دوهم ځای لري.

د مهاجر دغه نړیواله اداره ويي، له تیرو پنځو کلونو راهیسې په نړۍ کې د مهاجرو شمیر مخ په کمیدو روان وو خو له تیرو دوو کلونو راهیسې دغه شمیر بیا لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG