د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په موصل کې یو خبریال وژل شوی


د عراق پولیس وايي، په شمالي ښار موصل کې د تلویزیون پر یوه خبریال ډزې شوي او وژل شوی دی. چارواکي وايي، پر محی الدین عبدالحمید باندې نن د خپل کور مخې ته ډزې وشوې. هغه د موصل د ولایتي تلویزیون خبریال وو.

د رویټر خبري آژانس د هغه د یوه همکار له خولې لیکلي چې عبدالحمید او د هغه نورو همکارانو ته د مرگ گواښونه شوي وو.

په موصل کې د القاعدې د طرفدارانو په خلاف عملیات روان دي.

د ژورنالستانو د دفاع سازمان ویلي چې په عراق کې د نړۍ د هر بل هیواد په نسبت زیات خبریالان وژل شوي دي. ددغه سازمان د معلوماتو له مخې پر عراق باندې د متحده ایالاتو د حملې راهیسې په هغه ملک کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ١٣٠ تنو ته رسیدلی او په دغه جریان کې د مطبوعاتو ٥٠ تنه ملاتړ کوونکي هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG