د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان د بندیانو د شکنجې قانون څیړي


امریکايي چارواکي وايي د مشرانو جرگه نن په خپله غونډه کې د امریکا د دفاع وزارت له چارواکو نه د هغه قانون په باب پوښتنې کوي چې د بندیانو توهین آمیزه تحقیق ته اجازه ورکوي.

په غونډه کې به په دې باره کې هم خبرې وشي چې ځینو نظامي وکیلانو د تحقیق پر دغه طرز باندې مخکې له دې چې په افغانستان، عراق او گوانتانامو زندان کې عملي شي، انتقاد کړی و.

د امریکا په مشرانو جرگه کې د نظامي کمیټې رئیس، سناتور کارل لوین وايي د زندانیانو توهین د څو ناوړه عسکرو د کار نتیجه نه ده چې دده په خبره په خپل سر عمل کوي.

چارواکي وايي، د نظامي خدمتونو یوې کمیټې د تحقیق په نتیجه کې دا خبره ثابته کړې چې د دفاع پخواني وزیر ډونلنډ رمزفلډ په ٢٠٠٢ کال کې له زندانیانو نه د تحقیق دغه طریقه منظور کړې وه.

XS
SM
MD
LG