د لاس رسي وړ اتصالات

په ارغنداب کی پراخه نظامی عملېات


افغان او ناتو قواو په شرېکه د افغانستان په جنوب کی د قندهار ولاېت د ارغنداب په ولسوالئ کی د طالبانو په خلاف پراخه نظامی عملېات شروع کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مامورېن واېې چه تقرېبا دروېشت تنه طالبان ېې تر اوسه پوری وژلی دی.

د دفاع وزارت ماموران واېې چه د دغو شرېکو عملېاتو په دوران کی د افغان پوځ دوه صاحب منصبان هم ووژل شوو. ددفاع وزارت واېې چه په جنگ کی د ناتو قواوې د طالبانو په خلاف د توپ لرونکو جنگی هلېکوپترو او درندو توپونو نه استفاده کوی.

دا عملېات نن سهار دوخته شروع شول. په سلگونو طالبانو دارغنداب څو کلی ونېول، پلونه ېې وران کړل او د سړک په غاړه ېې ځای په ځای زمکنی مېېنونه کېښودل.

په ارغنداب باندی د طالبانو دا غټه حمله دوه ورځی وروسته د قندهار په عمومی محبس باندی د طالبانو د حملی نه وروسته وشوه. د طالبانو ېوه وېاند نن مطبوعاتو ته ووېل چه دارغنداب د نېولو نه ېې مقصد دا دی چه د قندهار په ښار باندی څملو ته ځان برابر کړی.

د قندهار د ولاېتی شورا رېس او د جمهور رېس حامد کرزي کشر ورور احمد ولی واېې چه تقرېبا ېو نېم زر کورنئ د خپلو کورونو نه په څو تېرو ورځو کی وتلی دي.

د ناتو قواوې په ارغنداب کی دهوا له لاری په خلکو باندی خبر پاڼی وېشلی دی او غوښتنه ېې ورڅخه کړ ده، چه د جنگ په وخت دې په خپلو کورونو کې دې دننه کښېنی.

د ارغنداب نېول دطالبانو لپاره ېو استراتېژېکی اهمېت لری. نن د ناتو مامورانو اعلان وکړ چه دوه عسکر ېې د پکتېکا په ولاېت کی د گزمی په وخت ووژل شول.

او د انگلستان پوځ هم اعلان وکړ چه څلورعسکر ېې د سی شنبی په ورځ د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی په هلمند کی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG