د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په لوېدیځ بنگال صوبه کی عام اعتصاب شروع شوی دی


د هند په لوېدیځ بنگال صوبه کی دگورکه د ازادئ د جبهی په غوښتنه عام اعتصاب شروع شوی دی. گورکه چه په هند کی د ېوه نژادی اقلېت نماېندگی کوی، د هند نه خپله ازادی غواړی.

د دغه نهضت مشرانو د لوېدیځ بنگال د حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی او واېې چه اعتصاب به ېې جاری وی. د گورکه د ازادئ د جبهی مشر بېمال گورنگ نن ووېل چه د خپلو خلکو پرخه ملاتړ ورسره دی.

هغه د خلکو نه وغوښتل چه ددی اوږده اعتصاب په دوران کې دې خوراکی مواد ذخېره کړی. د اعتصاب په وجه سېلانېان نشی کولی چه د لوېدیځ بنگال مشهور تفرېحی مرکز دارجېلېنگ ته ولاړ شی.

په دغه سېمه کی د خلکو روزگار او ژوند ټول دسېلانېانو د راتگ پوری تړلی دی. ترانسپورتی نظام اوس په ټپه درېدلی دیاو د دارجېلنگ سړکونه او بازارونه تړلی دی. د لوېدېز بنگال حکومت واېې چه د گورکه د ازادی د جبهی سره خبرو ته تېار دی مگر د پوره استقلال خبره ېې نه منی.

XS
SM
MD
LG