د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېلو د فلسطېن د جنگېالئ ډلې حماس سره دا وربند په باب ېوه موافقه کړی ده


اسراېلو پرون د غزی په تړانگه کی د فلسطېن دجنگېالئ ډلې حماس سره د اوربند په باب ېوه موافقه کړی ده د اسراېلو ددفاع د وزارت ېو مامور واېې ددی اوربند مقصد دا دی چه په عزه کی جنگ ختم شی او په اسراېلو باندی د راکټونو وېشتل پای ته ورسېږی.

د سولې دا مذاکرات د مصر په منځگړېتوب په قاهره کی وشول. حماس او مصر د اوربند په باب اعلان پرون کړی ؤ خو اسراېلو نن رسما تاېېد کړ.

اوربند نن په محلی وخت د سهار په شپږو بجو نافذېږی حماس به په اسراېلو باندی راکټونه نه ولی او اسراېل به هم په غزه باندی خپل تعرضی نظامی عملېات بندوی او هم به غزې ته د خوراکی موادو او نورو ضروری اکمالاتو د انتقال اجازه ورکوی.

او که اوربند ټنېگ شو نو ېو نورې اسانتېاوې به هم د غزې د خلکو د ژوند اسانولو لپاره برابری کړی. خو دواړه خواوې واېې که جانب مقابل اوربند مات کړی، خپلی حملی به بېا شروع کړی.

XS
SM
MD
LG