د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې جمهور رئیس په هند کې دی


د سوریې جمهور رئیس چې په یوه رسمي سفر هند ته تللی، د منځني ختیځ په ناامنه سیمه کې د سولې په راوستلو ټینگار کی دی. دا په تیرو درې لسیزه کې هند ته د سوریې د جمهور رئیس لومړنی سفر دی. ددغه سفر هدف له هند سره د اقتصادي اړیکو تقویه کول ښودل شوي دي.

جمهور رئیس بشار الاسد په نوي ډیلي کې وویل چې په منځني ختیځ کې روان تاوتریخوالی دده په خبره، زمونږ د سولې او ثبات غوښتنې عزم نور هم ټینگوي. هغه هیله وښوده چې په سیمه کې دوه تازه اوچت شوي گامونه به د سولې له ټینگښت سره مرسته وکړي.

ښاغلي بشار الاسد وویل: "د سوریې او اسرائیلو تر منځ خبرې او په دوحه کې وروستی کنفرانس چې په لبنان کې یې د ملي روغې جوړې لپاره لاره هواره کړه، موږ هیله من کوي چې باید د خپلې سیمې د راتلونکي په باب خوش بین اوسو. یوازې سوله او ثبات زمونږ په سیمه او ټوله نړۍ کې د دوامدار پرمختگ او خوشبختئ تضمین کولای شي".

د جمهور رئیس بشار الاسد هدف د سوریې او اسرائیلو تر منځ هغه خبرې وې چې له اتو کلونو ځنډ وروسته تیره میاشت په مرموز او غیر مستقیم ډول پیل شوې او همدارنگه په لبنان کې د یوه ایتلافي حکومت پر سر د هغه ملک د مخالفو ډلو موافقه چې له آمله یې په ملک کې د ١٨ میاشتو اوږد سیاسي بحران پای ته ورسید.

بشارالاسد د هند له صدراعظم منموهن سینگ سره د منځني ختیځ د سولې د خبرو په باب هم وغږیده.

هند ته له روانیدو مخکې، د سوریې جمهور رئیس هیله وښوده چې هند چې په تیره یوه لسیزه کې یې له اسرائیلو سره نږدې اړیکې لرلې، کولای شي د منځني ختیځ د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبوي.

نوي ډیلي ټینگار کړی چې نه غواړي له اسرائیلو سره خپله زیاتیدونکې دوستي له عربي هیوادونو سره د عادي ښو اړیکو قرباني کړي.

خو په حقیقت کې، هند د خپل انرژۍ د ضرورت د رفع کولو لپاره د انرژۍ د نویو منابعو په لټه کې دی او د همدې هدف لپاره د سورې او ایران په څېر هیوادونو سره تماس نیسي.

د سوریې او هند مشرانو پر داسې لارو چارو هم غور وکړ چې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي اړیکې تقویه کړي.

جمهور رئیس بشار الاسد چې په دغه سفر کې د سورې گڼ شمیر مهم وزیران او تجاران ورسره ملگري دي، د هند سرمایه داران په سوریې کې پانگې اچولو ته راوبلل.

هغه وویل: "زه تاسو ته ددغه مهمو چانسونو لپاره دعوت درکوم. تاسو د گډو همکاریو لپاره مهمې موقع گانې شته لکه بنیادي پرمختگ، د انرژئ تولید، د کانونو تصفیه او همدارنگه د کمپیوټر تعلیم یا آی.ټي مروج کول".

هند او سورې په خپلو کې د زراعتي همکارئ د تقویه کولو او د دوه گوني او اضافي مالیاتو د لرې کولو په برخو کې درې قراردادونه لاسلیک کړي دي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس بشارالاسد هند ته د خپل پنځه ورځني سفر پر وخت د هغه هیواد په بنگلور کې د ټکنالوژئ لویه فابریکه هم وگوري.

XS
SM
MD
LG