د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د ارغنداب نه ایستل شوي دي


افغان مامورین وایی چی افغان او ناتو قواو په یوه غټه حمله کی یاغي طالبان د کندهار د ښار نه بهر کلیونه ایستلي دي.

د کندهار والي اسدالله خالد وایی چی په دې عملیاتو کی په سلهاو یاغیان وژل شوي یا زخمي شوي دي چی په هغو کی پاکستانیان هم شامل وو.

د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي چې د کندهار په ارغنداب کې یې له وسلوالو طالبانو سره جګړه پای ته رسولې خو لا تراوسه هم عملیات ندي بشپړ شوي،

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د ایساف د ځواکونو له ویاند سره یوځای نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ارغنداب په عملیاتو کې شپږ پنځوس وسلوال طالبان او دوه دملي اردو سرتیري وژل شوي دي دا ډول د ملي اردو دوه سرتیري هم ټپیان شوي.

ویاند زیاته کړه د ارغنداب له عملیاتو وروسته به د کندهار په نورو سیمو کې هم عملیات پيل کړي.

هغه وی چې په ارغنداب کې له وسلوالو طالبانو سره یو ځای بهرنیان هم جنګېدل او طالبانو د پخواني شوروي اتحاد له تکتیکونو کار اخېستی وو او په ټوله سېمه کې یې ماینونه خښ کړي وو چې لا تراوسه امنیتي ځواکونه سیمه له ماینونو پاکوي، جنرال عظیمي وویل ملکي تلفات یې نه لرل او په عملیاتو کې یو ځل له هوايي ځواک نه کار اخیستی.

همدا ډول دی خبري ناستې ته د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال کارلوس برانکو وویل چې د ارغنداب په عملیاتو کې نیږدې شپږ سوه بهرنیو سرتیرو په تیره بیا کاناډایانو او انګلیسانو برخه اخیستې وه.

برید جنرال کارلوس برانکو امریکا غږ ته وویل چی دا نظامي عملیات یې په ښه توگه پرمخ روان دي او توقع کیږی تر څو ورځو پوری به دوام ولری.

نطاق وویل چی په دې سیمه کی د طالبانو شمیر تر هغه چی رپوټونه یې ورکړه شوي وو، ډیر کم دی. هغه وویل چی داسی کوم شواهد نه سته چی وښئي طالبانو دي پلونه الوځولي یا ځمکني ماینونه دی ښخ کړي وي، لکه څنگه چی هغوی یې ادعا کړې وه.

د طالبانو یوه نطاق وویل چی طالبانو غوښتل ارغنداو ددې د پاره ونیسی چی د هغه ځای نه د کندهار پر ښار باندی حمله وکړی.

XS
SM
MD
LG