د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د ذروي پروگرام په باب بحثونه شوي دي


د امریکا د ذروي چارو آستاځي کریسټفر هیل نن د پنجشنبې په ورځ په ټوکیو کی د جاپان او د جنوبي کوریا د آستاځو سره وکتل او د شمالي کوریا د ذروي پروگرام په باب یې خبري ورسره وکړې .

دا غونډه په داسی حال کی وشوه چی په دې باب خوشبیني را پیدا شوې چی وایی شمالي کوریا به د خپل ذروي پروگرام په باره کی خپله اعلامیه چی ډیره ځنډیدلې ده خپره کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندولیزا رایس پرون وویل دا هیله لری چی دا اعلامیه به چین ته چی د شمالي کوریا د ذروي پروگرام د ختمیدو د پاره د مذاکراتو کوربه دی ، وسپارل شی.

رایس وویل چی واشنگټن به په جواب کی شمالي کوریا د تروریستانود سرپرستو هیوادونو د لیست نه وباسی او ورباندي لگیدلي بندیزونه به یې هم ایسته کړی. هغې د خپلي دې خوشبینۍ عوامل توضیح نه کړل.

XS
SM
MD
LG