د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو د کشمیر په سرحد کی دوه پاکستاني عسکر وژلي دي


د پاکستان اردو وایی چی وسله والو کسانو په کشمیر کی د هند د سرحد سره دوه پاکستاني عسکر وژلي او دوه نور یې سخت زخمي کړي دي.

تورن جنرال عباس اختر وویل چی دا حمله د جنوبي کشمیر د هاجره په سیمه کی وشوه او داسی ښکاري چی په هغې کی هندي عسکرو لاس نه درلود.

هغه وویل چی وسله والو سړیو په پاکستاني عسکرو باندی چی گزمه یې کوله د یوې ځنگلي سیمی نه ډزي وکړې. عباس وویل چی ددغو کسانو د پیدا کیدو پلټني کیږی.

د پاکستان اردو وایی چی وسله والو کسانو په کشمیر کی د هند د سرحد سره دوه پاکستاني عسکر وژلي او دوه نور یې سخت زخمي کړي دي. تورن جنرال عباس اختر وویل چی دا حمله د جنوبي کشمیر د هاجره په سیمه کی وشوه او داسی ښکاري چی په هغې کی هندي عسکرو لاس نه درلود.

هغه وویل چی وسله والو سړیو په پاکستاني عسکرو باندی چی گزمه یې کوله د یوې ځنگلي سیمی نه ډزي وکړې. عباس وویل چی ددغو کسانو د پیدا کیدو پلټني کیږی.

XS
SM
MD
LG