د لاس رسي وړ اتصالات

ځان مرگه بم چونکي په هلمند کی شپږ کسان وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي نن د جمعې په ورځ د هلمند په ولایت کی لږ تر لږه پنځه ملکي خلک او د امریکا په مشري ائتلافي عسکرو کی یو تن وژلی دی .

د هلمند د ولایت د پولیسو قوماندان محمد حسین انډیوال وویل چی د بم چونکي هدف د ائتلافي قواو د موټرو هغه کتار و چی د گرشک نه تیریده .

ائتلافي قواوي وایی چی دوه نور عسکر یې هم پرون په هلمند کی د عملیاتو په وخت کی وژل شوي دي .

XS
SM
MD
LG