د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کی سني یاغیانو خپل  دوه یرغمل پولیسان وژلي دي


د العریبیا تلویزیون نن د جمعې په ورځ یوه ویډیو خپره کړې او په هغې کی ویل شوي دي چی په ایران کی سني یاغیانو د هغو ١٦ ایراني پولیسو نه چی تښتولي یې دي دوه تنه وژلي دي .

دا د جندالله د ډلي یاغیان دي او په ویډیو کی ښودل کیږی چی ددغو پولیسانو سترگي تړل شوي او پر ځنگونو پراته دي .

العریبیا تلویزیون وایی چی یاغیانو گواښ کړی چی که ایران ددوی غوښتني ونه منی نو باقي پاته یرغمل به هم ووژنی . په دې غوښتنو کی ددوی د بندي ملگرو خوشي کیدل هم شامل دي .

هغوی تهران ته د جون تر ٢٧ می پوری مهلت ورکړی دی چی غوښتنی یې تر سره کړی .

دغو وسله والو یاغیانو تیره هفته د ایران د سیستان ـ بلوچستان په ولایت کی دغه پولیسان وتښتول . د ایران حکومت وایی چی یاغیانو وروسته هغوی د سرحد نه واړول او پاکستان ته یې ورسول .

ایران د پاکستاني مقاماتو نه غوښتي دي چی ددغو پولیسانو د پیدا کیدو پلټني وکړی .

ایران وایی چی جندالله د القاعدې سره ارتباط لری .

XS
SM
MD
LG