د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دا ردوي چی خارجي هیوادونو ته یې د کوچني اټم بم طرحي رسیدلي دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه ردوي چی خارجي ملکونو ته یې د کوچنۍ ذروي وسلې طرحی رسیدلي دي .

دا بیانیه چی دغه وزارت نن د جمعې په ورځ خپره کړې د هغو تورونو جواب دی چی د ملگرو ملتو د وسلو مفتش ډیویډ البرایټ پر پاکستان لگولي دي .

البرایټ په دې هفته کی ویلي و چی د پاکستان ذروي ساینس پوه عبدالقدیر خان د یوه کوچني ذروی بم طرحي او نقشې خرڅي کړي وې . دا نقشې د سویس په یوه کمپیوټر کی چی د عبدالقدیر خان د قاچاقي شبکې سره ارتباط لری لیدل شوي دي .

په واشنگټن کی د پاکستان د سفارت یو نطاق ندیم کیاني وایی چی د عبدالقدیر خان په باب ټول تحقیقات بند شوي دي او پاکستان ددې طرحو هیڅ معلومات نه لری .

خپله عبدالقدیر خان پرون ددې نه منکر سو چی دی دي د ذروي طرحو او نقشو منبع وی .

XS
SM
MD
LG