د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه د مهاجرو نړیواله ورځ د مهاجرو د حفاظت تر عنوان لاندې لمانځي


نن په نړۍ کې د مهاجرو نړیواله ورځ لمانځل کیږي. د ملگرو ملتونو د مهاجرو د نړیواله اداره وايي، په روان کال کې دا ورځ تر دې عنوان لاندې لمانځي چې مهاجر باید محفوظ وي او هغو ملکونو ته چې مهاجر ورځي باید دا پیغام ورسول شي چې مهاجر هغوی ته مشکل نه راوړي بلکه له ځانه سره نوي مهارتونه او زده کړې راوړي کوم چې د هغو هیوادونو په پرمختگ کې مهم رول لوبولای شي.

په ژنیوا کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د نړیوالې ادارې یا UNHCR په دې باب له امریکا غږ سره په خپله خاصه مرکه کې وویل چې د دوی له ادارې سره دا وخت ١١ اعشاریه څلور میلیونه مهاجر ثبت دي. خو په دې تعداد کې فلسطیني مهاجر نه راځي. ځکه چې هغوی د ملگرو ملتونو له یوې بلې ادارې سره ثبت دي چې شمیر یې تقریباً څلور عشاریه شپږ میلیونه تنو ته رسیږي. نو په دې ډول ویلای شو چې د نړۍ د ټولو مهاجرو شمیر شاووخوا ١٦ میلیونه دی.

دا چې په دغه شمیر کې داخلي بې ځایه شوي کسان هم شامل دي؟ ښاغلي سپینډلر وویل، نه، دا ټول هغه کسان دي چې د بحران او جگړې له ویرې د خپل ملک له سرحد نه اوښتي دي. خو هغه کسان چې د خپل ملک په داخل کې بې ځایه شوي دي، تعداد یې ٢٦ میلیونو تنو ته رسیږي.

پوښتنه دا پیدا کیږي چې کوم عوامل دي چې دغه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړي. آیا جگړه ددې کار اصلي علت دی؟ د مهاجرو د نړیوالې ادارېنطاق په دې باب وویل: "اصلي علت یې بحران دی او د زغم نشتوالی او قومي، مذهبي او سیاسي شخړي دي چې له آمله یې خلک نیول کیږي. او په ځینو ځایونو کې د بشر پر حقونو باندې تیري هم خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړي دي او جگړه هم معلومه ده چې ددې کار یو عمده علت دی".

د ملگرو ملتونو د مهاجر د ادارې وروستی رپوټ وايي، په نړۍ کې د مهاجرو نیمايي افغانان او عراقیان دي. له ښاغلي سپینډلر نه مو پوښتنه وکړه چې د مهاجرو نړیواله اداره تازه مهاجرو ته د مرستو رسولو څه پلان لري؟ هغه وویل: " د مهاجرو نړیواله اداره دا وخت د افغان مهاجر په خپله خوښه ملک ته د ستنیدو تر ټولو لوی پروگرام لري. په تیرو پنځو کلونو کې تقریباً پنځه میلیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي. په دغو پنځو میلیونو کې څلور میلیونه یې د د مهاجرو د نړیوالې ادارې په مرسته ستانه شوي دي. خو په دې وروستیو وختونو کې هیواد ته د مهاجرو د ستنېدو بهیرو یو څه ورو شوی دی. خو بیا هم تیر کال د ستنیو شویو مهاجرو شمیر د پام وړ و. تیر کال درې لکه او ٧۴ زره افغان مهاجر هیواد ته ستانه شول. خو دغه تعداد د نورو کلونو په نسبت کم دی.

خو په عراق کې وضعه بل ډول ده. هلته د راستنیدونکو مهاجر په نسبت د هغو کسانو شمیر ډیر دی چې له هیواد څخه وځي او د عراق گاونډي هیوادونو سوریې او اردن ته مهاجر کیږي. د مهاجرو نړیواله اداره د هغو ملکونو له لارې مهاجر ته مرستې رسوي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د ادارې له نطاق څخه مو پوښتنه وکړه چې که څه هم یو وخت اروپايي هیوادونو او د نړۍ نورو ډیرو هیوادونو یو وخت مهاجرو ښه راغلاست وایه خو اوس دغه هیوادونه د مهاجر ردوي، په دې باب د مهاجرو د نړیوالې ادارې دریځ څه دی؟ هغه وویل: "موږ دې خبرې ته د یوې معضلې په سترگه گورو او په دې باب مو خپله اندېښنه څرگنده کړې ده".

ښاغلي سپینډلر وویل، په دې وروستیو کلونو کې په خاص ډول د یوولسم سپتمبر له حملو وروسته، ډیرو هیوادونو د ترهگرو له ویرې خپل سرحدونه تړلي دي. موږ دغه ستونزه درک کوو او ملکونه صلاحیت لري چې خپل سرحدونه او اتباع وساتي خو په عیني وخت کې دغه ملکونه باید په دې حقیقت هم پوه شي چې مهاجر د تشدد او ناامنۍ له ویرې تیښتې ته مجبوریږي او په ځینو پیښو کې دوی د ترهگرو ښکار کیږي. له همدې آمله باید ملکونو د مهاجرو پر مخ سرحدونه بند نکړي او هغوی ته ددې زمینه برابره کړي چې خپل ژوند په امان کې وساتي.

XS
SM
MD
LG