د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ویلي خپل اتومي پروگرام ته ادامه ورکوي


د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ په اداره کې د ایران استازي ویلي، هیواد به یې خپل اتومي پروگرام ته ادامه ورکړي که څه هم یو شمیر هیوادونو پیشنهاد کړی که ایران خپل اتومي پروگرام ودروي نو امتیازات به ورکړي.

د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې استازي، علي اصغر سلطاني نن وویل، ایران به خپل اتومي پروگرام ته ادامه ورکړي او د ویې ویل چې دغه پروگرام د ملکي مقاصدو لپاره دی.

بل خوا ایران د خپل اتومي پروگرام په بدل کې د شپږو سترو هیوادونو له خوا د پیشنهاد شویو امتیازاتو په باب خبرو ته تیاری ښودلی دی خو ویلي یې دي چې د یورانیمو غني کول نه دروي.

د جمعې په ورځ د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس محمد البرادعي خبردارئ ورکړ چې پر ایران باندې نظامي حمله به هغه هیواد دې ته وهڅوي چې د اتومي وسلې په تر لاسه کولو کې عجله وکړي. البرادعي د العربیه له تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې نظامي حمله به په ټوله سیمه کې د خونړیو جگړو باعث شي.

البرادعي دا خبرې له هغه وروسته کړي چې د امریکا په مطبوعاتو کې خبر خپور شو چې اسرائیل د ایران پر اتومي تاسیساتو باندې د حملې تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG