د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان په شمالي برخه کی د حکومت د مخالفو او ملاتړو قواو ترمنځ نښتی


د لبنان امنیتی قواوی او طبی چارواکي وایی نن د لبنان په شمالي برخه کی د حکومت د مخالفو او ملاتړو قواو ترمنځ نښتی را منځ ته شوی چی پکی لس تنه ټپي شول.

مامورین وایی کړکیچن حالات د څو ورځو را هیسی د مخالف گوند د غړو تر منځ د ترایپولی د بابل تبانې او دجبل محسن په سیمه کی د حکومت د ملاتړو تر منځ پیل شول.

دوی وایی د نن ورځی په نښتو کی د لاسي بمونو او حتی توغندیو نه هم کار اخیستل شوی د .

د طبی چارو کارکونکی وایی په نښتو کی ټپیان سر سري شانتی زخمی شوی دی.

XS
SM
MD
LG