د لاس رسي وړ اتصالات

مکېن وايي هغه په خپله باندنۍ پالیسي کې حقيقتونه په نظر کې نیولې دي


د امریکا د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکی کاندید جان مکېن وايي هغه په خپله باندنۍ پالیسي کې حقيقتونه په نظر کې نیولې دي. پوهان وايي د پخواني نظامي افسر او په ویتنام کې د یوه جنگي قیدي په حیث هغه په ښه توگه کولای شي چې امریکا له دوښمنانو خوندي وساتي.

جان مکین وايي نظامي دنده او د ویتنام په جگړه کې پنځه کاله بند هغه تجربې دي چې ده ته یې په حقیقتونو باندې ولاړه پالیسي ور زده کړې. د هغه توجه په ملي امنیت ده، لکه څنگه چې یې د مارچ په میاشت کې د کلیفورنیا په لاس ایجلس ښار کې و ویل:

مکېن: "‎زه پوهیږم چې مونږ باید د باثباتې او دایمي سولې لپاره تخلیقي کار وکړو او زحمت وکاږو. مونږ د باثباته نږۍ لپاره یواځي په دعاوو تکیه نه شو کولای.

مونږ داسې دښمنان لرو چې هیڅ رنگه برید وحشتناکه نه ورته ښکاري، او نه ترکوم بېگناه انسان لاس اړه وي. او که یې په وس کي وي د نړۍ ترټولو خطرناکو وسلو په وسیله به وار راباند وکړي."‎

مکین وايي د ترهگرۍ خلاف جگړې گټلو لپاره ضرور ده چې امریکا د عراق جگړه وگټي، هغه له خپل سیال بارک اوباما سره په دې نظر اختلاف لري چې وايي که چیري هغه د امریکا جمهور رئیس جوړ شي نو ژر تر ژره به له عراق څخه امریکايي عسکر را وباسي. مکېن وايي ایران حتماً باید له دې چې اټومي وسلې ترلاسه کړي منع کړای شي.

د نړیوالو اړیکو په شورا کې د باندنیو چارو کارپوه پیټر بینارټ وايي چې د مکېن سابقه داسي ده چې هغه د مسلو حل یواځي له پوځي لارې غواړي.

پیټر نینارټ: "‎زما په فکر جان مکېن یواځي د محافظه کاره مفکورو له نظره قومونه له یو بل سره په ټکر کي ویني، نه له یو بل سره د مرستې په فضا کي، او دا مفکورې دی دې ته هڅوي چې نورو مسلو ته کم او پوځي خطرونو ته زیاته پاملرنه وکړي."‎

مکېن چې څو ځله عراق ته په سفر تللی وايي دی د جگړې وحشت بل تر هرچا ښه پېژني، او یواځي یو کم عقل او یا دروغجن به جگړه خوښه وي.

په محافظه کاره هیرېتیج بنیاد کې د باندنیو اړېکو کار پوهه هیلي ډېل وايي که څه هم د مکېن ځینې تگلارې جورج بوش ته ورته دي، خو دی په مفکوریي اړخونو ډېر زور اچوي

ډېل: "‎زما په فکر دا به مناسب نه وي چې سړی هغه بوش ته ورته و بولي، په ځېنو شیانو کې هغه بیخي محافظه کار نه دی. سړی باید د هغه نظر به هرې مسلې بیل بیل وڅېړي.

که د عراق او افغانستان مسلو او په نړۍ کې ډیموکراسي خپرولو ته وگور نو دی نویو محافظه کارانو ته ډېر نږدې دی، خو د اقلیم بدلون، له اروپا او له نورو ډلو سره که د همکارۍ لپاره د هغه نظر ته وگورو نو دی بیخي محافظه کار نه دی."‎

ډېل وايي مکین د خپلو لبرال نظرونو له کبله ځیني محافطه کاران خپه کړي دي.

په دواړو گوندونو کې ډېر خلک وايي دوی مکېن ته د هغه د پوځي سابقې، ذهني او بدني سختوالي او د یوه معتبره شخصیت له کبله احترام لري. سپیني ماڼۍ ته د رسېدو لپاره به هغه په دغو صلاحیتونو زور اچوي، او بیا بیا به رایې اچونکو ته د لسیزو پوځي خدمتونه او د باندنۍ پالیسۍ تجربې وریاده وي.

XS
SM
MD
LG