د لاس رسي وړ اتصالات

په فېلېپېن کې، ېوه وړه بېړۍ ډوبه سوېده او اته سوه کسه سپرلۍ ېې لادرکه دى


د فېلېپېن ساحلى ساتونکى وايي دهغو اتو سوو کسانو له جملى نه چې په ېوه وړه بېړۍ کې په سېند کې ډوب سوى ول لږ تر لږه ٣١کسان په دې برېالى شوېدى چې د درېاب غاړى ته راووزى.

د فېلېپېن ساحلى ساتونکى وايي د د پرنسس اف سټار په نامه بېړى له ډوبېدونه ٢۴ ساعته وروسته ېو شمېر کسان چې ژوندى پاتى شوى ول د ېکشنبى په ورځ په ېوه وړه ربړى بېړى او خوندى جاکټونو کې راورسېدل.

خو دژغورنى ماموران لاتراوسه پورې هم په هغو اتو سوو کسانو پسى گرځى چې په دغه مسافر وړونکى بېړى کې سپاره ول اوکله چې بېړۍ ډوبه شوه نوهغوى لادرکه شول.

رپوټ وايي د پرنېسس اف سټار مساپروړونکى بېړۍد فېلېپېن د ساېبوېان د ټاپو په شاوخواکې په زمه ورغله او او په بل مخ واوښتله. تردى وروسته د په توپانى سمندر کې لادرکه شوه.

رپوټ وايي چې ېوازې د بېړۍ دمخى برخى څوکه د اوبو د پاسه ښکارى خو د سمندرى قواو لامبوزنو هلته نور څوک ژوندى ندى پېدا کړى. ددغى مساپر وړونکى بېړۍ خاوند ووېل چې ٨۴٥ مساپران له کارکوونکېو سره سواره ول. پخوا هغه وېلى وو چې ٧۴٠ کسان په بېړى کې سواره ول.

د فېلېپېن د سرې مېاشتى له خوانه وېل شوېدى چې ددغه هېواد په جنوبى او مرکزى برخو کې د فېنگشېن توپان ٢٢٩ کسان وژلى دى.

XS
SM
MD
LG