د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان، محکمى نواز شرېف ته په انتخاباتو کې د برخى اخېستو اجازه ونکړه


د پخوانى صدر اعظم نواز شرېف نطاق وايي چې د پاکستان ېوې محکمى نواز شرېف ته ددې اونى په خاصو انتخاباتو کې د برخى اخېستلو اجازه ورنکړه.

نطاق وايى چې د لاهور سترې محکمى نن ددوشنبى په ورځ حکم وکړ چې ښاغلى نواز شرېف ددې اهلېت نلرى چې په انتخاباتو کې برخه واخلى ځکه چې دى په ١٩٩٩ مېلادى کې له قدرت نه د لېرى کېدلو پروخت محکوم شوى و.

دا فېصله ددې مېاشتى په سر کې هغه فېصله فسخ کوى چې وېل ېې ښاغلى نواز شرېف د راتلونکى پنجشنبى د ورځې په انتخاباتو کې برخه اخېستلى شى.

رپوټ وايى دا چى ښاغلى شرېف له دېنه اېسار شوېدى چې د پارلېمان غړى نشى نو له دېنه هم منع کېدلى شى چې په اېنده کې صدر اعظم نشى. د ښاغلى شرېف نطاق د محکمى د غه پرېکړه وغندله.

رپوټ وايي چې نواز شرېف په ١٩٩٩ مېلادى کال کې له قدرت نه غورځول شوى و، ځکه هغه کوشش کړى و چې د پوځ لوى درستېز جنرال پروېز مشرف له خپلې وظېفى نه برطرف کړى.

دا کار په داسى حال کې شوى و چې ښاغلى مشرف له سرېلانکانه خپل کورته په الوتکه کې سفرکاوه. په هغه وخت کې په ښاغلى شرېف باندى د الوتکى د تښتولو او ادارى فساد تورونه ولگېدل.

په همدى سبب باندى ښاغلى شرېف څوکلونه په تبعېد او جلاوطنى کې تېر کړل او تېرکال پاکستان ته راستون شو چې د پاکستان مسلم لېگ نواز گوند مشرى په غاړه واخلى. د هغه گوند د پاکستان د پېپلزگوند سره وروسته له هغه نه اېتلاف وکړ چې د پروېز مشرف پلوى گوند ته ېې دتېرې فبرورى د مېاشتى په انتخاباتو کې ماتى ورکړه.

د پاکستان پخوانى مخالف گوندونه پر پروېز مشرف باندى غږ کوى چې استعفى وکړى. دغو دواړو گوندونو دا پرېکړه هم کړېده چې د پاکستان د سترى محکمى پخوانى قاضېان به بېرته په خپلو وظاېفو باندى وگومارى.

د غه قاضېان ښاغلى مشرف تېرکال د اضطرارى حالاتو داعلانو په وخت کې له خپلو وظاېفو نه برطرف کړي ول.



XS
SM
MD
LG