د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک: امنیتي ځواکونو دوه ورځې مخکې دوه پاکستاني ځان وژونکي نیولي دي


د کندهار د والي په وینا امنیتي ځواکونو دوه ورځې مخکې د سپین بولدک په ولسوالې کې دوه پاکستاني ځان وژونکي نیولي دي.

هغه وویل نن د کندهار په ښار کې په یوه خبری کنفرانس کې دوه تنه هغه پاکستاني انتحاری بم چونکي خبریالانو ته ور وپیژندل شول چې د چارواکو په وینا دوه ورځې مخکې نیول شوی دي.

دغو دوه و بم ایښودونکي چی د کویټې په ښار کی د مهد ال علوم په مدرسه کې زده کړه کوي پخپل جرم باندی اعتراف کړی دی او په خبری کنفرانس کې یی پدی اړه پخپله خبرې وکړی.

د چارواکو په وینا دا یوه څلور کسیزه ډله وه چې درې پاکستانیان او یو یی افغان رهنما و. د دریو بم چونکو د ډلې نه یو په تېښتې بریالی شوی دی.

XS
SM
MD
LG