د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدر اعظم د دیاله پر ولایت د چپاو امر کړی


د عراق صدراعظم نوري المالکي ویلي، عسکر به یې په نږدې راتلونکي کې د دیاله په ولایت کې د افراطیانو په خلاف عملیات پیل کړي.

ښاغلي مالکي نن د اماره په جنوبي ښار کې دغه اعلان وکړ چېرې چې هغه له قومي سپین ږیرو سره گوري. عراقي او امریکايي قواوې د سني او شعیه افراطيانو په خلاف ورته عملیات په بصره، موصل او د بغداد د صدر په ښار کې هم پر مخ بیايي.

دیاله په عراق کې د ډیرو خطرناکو سیمو په جمله کې راځي.

XS
SM
MD
LG