د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د اروپاېې اتحآد  هغه بندېزونه محکوم کړېدى


اېران د اروپاېې اتحآد هغه بندېزونه محکوم کړېدى چې د اېران پرخلاف دهغوى د جنجالى اټومى پروگرام له امله لگولى دى.

اېران وايى چې هغه بندېزونه چې اروپاېې اِتحآد لگولى دى هغه به داېران په اټومى پروگرام باندى کوم تاثېر ونه لرى. خو هغه ووېل چې دغه اقدام هغه دېپلوماتېکى هلى ځلى زېانمنى کوى شى د اېران د اټومى جنجال د حل لپاره کېږى.

حسېنى ووېل چې داروپاېې اتحاد بندېزونه به ېوازې همدومره وکړى چې داېران اراده نوره په دې برخه کې غښتلى کړى چې خپل اټومى حقوق تر لاسه کړى.

د اېران د خارجه وزارت وېاند محمد على حسسېنى دا تبصره نن د سه شنبى په ورځ وکړه. تردې ېوه ورځ مخکى ٢٧ هېوادونو داېران خلاف بندېزونه منظور کړل.

د اروپاېې اِتحآد چارواکېو چې په لېکسبورگ کې ېې ددوشنبى په ورځ ملاقات وکړ ووېل چې دوى به داېران دملى بانک ټوله شتمنى چې د اروپاېې اِتحآد تر قانونى ولکى لاندى راځى ضبط کړى.

د اروپاېې اتحآد هېوادونه به پر هغو اېرانېانو هم اروپا ته د سفر بندېز ولگوى چې داېران د اټومى چارو په پروگرام کې دخېل دى.

د اروپاېې اتحآد دخارجى پالېسى رئېس هاوېر سولانه تېره اونى تهران ته سفر وکړ چې اېران د اقتصادى او تجارتى امتېازاتو په ورکولو سره دغه هېواد دېته وهڅوى چې د ېورانېمو غنى کول وځنډوى.

اېران وېلى دى چې دوى دېته حاضرد ى چې د د هڅوونکېو امتېازاتو په برخه کې په تفصېل بحث وکړى خو دېته حاضر ندى چې دېورانېمو له غنى کولو نه لاس واخلى.


XS
SM
MD
LG