د لاس رسي وړ اتصالات

د زېمبابوى جمهور ر ئېس : د جمعى د ورځى انتخابات به د مهال وېش سره سم پر مخ ولاړشى


د زېمبابوى جمهوررئېس وايي د جمعى د ورځى انتخابات به د مهال وېش سره سم پر مخ ولاړشى که څه هم د مخالف گوند مشر مورگان چنگراى له دغو انتخاباتو نه وتلى دى.

رابرت موگابى په هرارى کې ېوې غونډى ته د خبرو په ترڅ کې ووېل چې دى له مخالف گوند سره له مذاکراتو نه انکا رنه کوى خو د جمهورى رېاست د انتخاباتو قانونى بهېر به پر مخ ولاړشى.

د زېمبابوى مهم مخالف گوند وايي چې دوى رسما د جمهورى رېاست له هغو انتخاباتو نه ووتل چې د جمعى په ورځ به کېږى.

ددېموکراتېکو بدلونو غورځنگ وېاند نېلسن چامېسه وايي دده گوند د زېمبابوى د انتخاباتو کومېسېو ن ته په انتخاباتوکې د گډون نه کولو لېک نن د سه شنبى په ورځ ولېږلى دى.

د زېمبابوى مخالف گوند وايى دوى دانتخاباتوکومېسېون ته په خپل لاس ېو لېک ورلېږلى دى چې داخبره تائېدوى چې ددوى مخالف گوند د جمهورى رېاست په انتخاباتوکې برخه نه اخلى.

د زېمبابوى د مهم مخالف گوند ددېموکراتېکو بدلونو نو غورځنگ واېې چې دا لېک نن د زېمبابوى دانتخاباتو کومېسېون ته په لاس ورکړل شو.

مخالف مشر ددوشنبى په ورځ د هالېنډ په سفار ت کې پناه اخېستى وه او وې وېل چې که څه هم هغه ته د امنېت ډاډ ورکړل شوېدى خو دى دامنېت احاس نه کوى.

د سږکال د مارچ دمېاشتى د ٢٩ مې په انتخاباتو کې د تسوانگېرى گوند اوسنى جمهوررئېس ته په انتخاباتو کې ماتى ورکړى وه. خو کله چې په بله مېاشت کې دانتخاباتو نتاېج خپاره شول نو داسى وښودل شوه چې هغه کمى راېې وړېدى.

د امرېکا سفېر په زېمبابوى کې په هغه هېواد باندى غږ کړېدى چې د رابرت موگابى حکومت غېر قانونى اعلان کړى. سفېر جېمز مکگى نن د سه شنبى په ووېل د جنوبى افرېقا د ټولنى د انکشاف مشران دده په وېنا دېته ضرورت لرى چې ېوه څرگنده وېنا په دې هکله چې دا رژېم غېر قانونى دى او غېر قانونى انتخابات کوى خپره کړى.

نن په جنوبى افرېقا کې واکمن گوند ووېل چې د زېمبابوى حکومت د زېمبابوى د خلکو دېموکراتېک حقوق له نظره غورځولى دى.


XS
SM
MD
LG