د لاس رسي وړ اتصالات

په هندي کشمیر کې د هندوانو د زیارت د ځمکو پر سر مظاهره چیانو او پولیسو جگړه کړې


په هندي کشمیر کې پولیس د دوهمې ورځې لپاره له هغو مظاهره چیانو سره په جگړه بوخت وو چې د حکومت ددې فیصلې پر ضد راولاړ شوي چې هندي زیارت کوونکو ته یې ځمکې ورکړي دي.

سیمییز چارواکي وايي، لږ تر لږه ١٥ تنه نن د سه شنبې په ورځ سرینگر ته نږدې په هغه سیمه کې زخمیان شول چې اکثریت مسلمانان پکې اوسیږي.

د دوشنبې په ورځ، پولیسو د قهرېدلو مظاهره چیانو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکي گاز وشیندل او هوايي ډزې یې وکړې. په دغه ترڅ کې یو تن وژل شوی او ١٥ نور زخمیان شوي دي.

د جمو کشمیر د آزادي غوښتونکي حزب رهبر، یاسین ملک خبردارئ ورکړی چې که حکومت خپل حکم بیرته وانخلي نو د مرگ تر ساعته به د خوراک نه کولو اعتصاب وکړي.

حکومت وايي، پر دغه ځمکو د هغو لسگونو زره هندو زیارت کوونکو لپاره موقتي ځایونه جوړوي چې هر کال د شري امرناتجي زیات ته راځي.

په کشمیر کې اسلامي گوندونه وايي، ددغو ځایونو جوړېدل د همالیې د غرنۍ سیمې محیط ته صدمه رسوي.

XS
SM
MD
LG