د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان ته ورکړه شوي پیسې په نورو لارو لگیدلي دي


تحقېقات ښئي چی د تروریزم سره د جگړې د پاره پاکستان ته ورکړه شوي پیسې په نورو لارو لگیدلي دي.

د امریکا د کانگرس د تحقیقاتو یو مهم دفتر وایی چی هغه پیسې چی امریکا پاکستان ته د تروریزم سره د مبارزې د پاره ورکړي وې هغه په دې لار کی نه دي لگیدلي.

د حکومت د حساب کتاب دفتر وایی چی واشنگټن که څه هم چی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د میاشتي را پدې خوا اسلام آباد ته تقریبا شپږ ملیارډ ډالره ورکړی دي چی د تروریزم په مقابل کی یې په جگړه کی استعمال کړی، مگر په دې باب ډیر لږ شواهد موجود دي چی دا پیسې دي په دې لار کی لگیدلي وي.

د امریکا د ولسي جرگې د بهرنیو چارو کمیټې ددې حساب کتاب معلومولو غوښتنه کړې وه.

ددې کمیټې رئیس دیموکرات هاورډ برمین وویل چی د امریکا ددې پیسو ورکولو هدف د تندروانو په مقابل کی د جگړې ملاتړ کول دي، نه دا چي د پاکستان نظامي طاقت دی په زیات کړای سی.

هغه وویل چی د امریکا د حکومت نه د پاکستان د رادار دفاعي سیسټم د پاره هغه وخت پیسې غوښتل شوي وې چی د القاعدې د هوایي قوې لا هیڅ درک نه سته.

دغه دفتر دغه راز په خپلو تحقیقاتو کی دا هم معلومه کړې چی د بوش حکومت د هغو په ملیونو ډالرو په باب هیڅ حساب نه سی ورکولای چی پاکستان ته د سړکونو د جوړولو د پاره ورکړه شوي دي او ددې شواهد نه سته چی هلته دي په دې پیسو کوم سړک جوړ سوی وی.

XS
SM
MD
LG