د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو رول - په واشنگټن کې غونډه


په افغانستان کې د ناټو د رول د پراختیا تر عنوان لاندې، په واشنگټن کې د ویلسن په څیړنیز مرکز کې د سیاسي او نظامي کارپوهانو یوه غونډه وشوه.

په غونډه کې د امریکايي پوځي او سیاسي کارپوهانو تر څنگ کاناډايي کارپوهانو هم گډون درلود او په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په بریالیتوبونو، ناکامیو او ددغه تړون په مخکې د پرتو خنډونو په باب وغږیدل.

د امریکاز په مشاورتي مرکز کې د امریکا او کاناډا د اړیکو کار پوهه، پامیلا والین په دې عقیده ده چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو موجودیت د افغانانو لپاره ارزښت لري.

هغې وویل: "هغه څه چې موږ د افغانانو له مختلفو قشرونو، ښوونکو، قومي شوراگانو او والیانو او نورو افرادو نه اوریدلي، دا دي چې که تاسو پاتې شئ موږ شاید گټونکي نه اوسو خو که تاسو ولاړ شئ نو موږ حتماً بایلونکي یو"

میرمن والین په افغانستان کې د ناټو د عسکرو په کتار کې په مشخص ډول د کاناډايي قواوو رول د پام وړ وباله. دې وویل، که څه هم کاناډايي عسکرو په افغانستان کې خپل ٨٠ تنه ملگري له لاسه ورکړي دي خو بیا هم خپل ماموریت په ښه ډول تر سره کوي.

پامیلا والین وویل، په مطبوعاتو کې د افغانستان د پرمختگونو په باب ډیر کم خبرونه راځي او یوازې د جگړو او تلفاتو خبرونه خپریږي او ددې کار علت یې دا وښود چې اکثره بهرني خبریالان چې افغانستان ته ځي، هغوی په نظامي پوستو کې ځای په ځای کیږي او له هغه ځایه یوزاې د تلفاتو د خبرونو خپرول ممکن دي.

د کاناډا د سلطنتي نظامي پوهنتون د حقوقو استاد، جیول سکولسکي غونډې ته د خبرو پر وخت وویل چې په کاناډا کې د افغانستان د نظامي ماموریت سره هغه وخت عامه ملاتړ زیات شو، کله چې د افغانستان په باب د ناکامه حکومت مساله راپورته شوه.

ښاغلي سکولسکي وویل، کاناډایان په دې عقیده دي چې د ناکام حکومت موجودیت د دوی په نقص هم تمامیدای شي او له همدې آمله یې په افغانستان کې د خپل پوځ د ماموریت ملاتړ وکړ.

خو دی وايي، د کاناډا حکومت نه دی توانیدلی چې ملت د خپلو پوځي پالیسیو په باب وپوهوي.

سکولسکي وايي: "د پوځ لوی درستیز ته د حکومت تر بل هر غړي خلکو په درنه سترگه کتل او وسله والو قواوو ته هم خلکو په درنښت کتل. خو مشکل پالیسۍ جوړ کړ. لکه څنگه چې تاسو واورېدل حکومت دغه پالیسي په سمه توگه نه تشریح کوله او خلک به نه خبریدل چې څه روان دي".

جیول سکولسکي وویل، د کاناډا خلک لا تر اوسه په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په باب په ابهام کې واقع دي. هغه په کاناډا کې د عامه نظرونو یوه وروستۍ سروې یاده کړه.

په دغې سروې کې ۴٣ فیصده کاناډایانو د افغانستان له بیارغونې او پرمختگ سره د مرستې کولو ملاتړ کړی خو یوازې څلور فیصده خلکو له طالبانو سره د کاناډايي عسکرو د جگړې طرفداري کړې ده.

ښاغلي سکولسکي وویل، که خلکو ته پالیسي توضیح شي او په واقعیتونو وپوهول شي، ددې امکان شته چې ډیرې ستونزې ورسره هوارې شي.

تامس لینچ په ٢٠٠۴م کال کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت پوځي مشاور و. او ددې تر څنگ یې د افغانستان او په نړۍ کې د سخت دریځو مسلمانانو په باب تحقیق کړی دی.

په غونډه کې ښاغلي لینچ وویل چې تر ٢٠٠٥ کال پورې د افغانستان په ختیځ او جنوب کې چې دا وخت یې وضعه ناارامه ده، حالت ښه و. خو په همهغه کال د طالبانو تر څنگ د گلبدین حکمتیار او جلال الدین حقاني په مشرئ د فعالیتونو رامنځته کیدل، د ناټو ماموریت هم ور سخت کړ.

تامس لینچ په اوسنيو شرایطو کې مهمه دا گڼي چې د ناټو قواوې باید د افغانستان خلکو ته دا احساس پیدا کړي چې دوامداره ملگرتیا یې کوي. دی وايي، په دې باور دی چې افغانستان ته د کافي قواوو استول مهمه خبره ده.

تامس لینچ وايي: "په دوهم قدم کې باید دا ومنل شي چې هغو سیمو ته د ناټو په چوکاټ کې د اضافي عسکرو لیږل مهم دي چیرې چې د افراطیانو په خلاف جگړه روانه ده".

ښاغلی لینچ افراطیانو ته د ماتې ورکولو یوازنۍ لاره همدا گڼي چې باید د ناټو قواوې هغو سیمو ته د کافي عسکرو لیږلو ته غاړه کیږدي چیرې چې افراطیان فعال دي.

د امریکا د ‏(‎نیشنل ډیفنس‏)‎ پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه، چارلس بري بیا مهمه دا گڼي چې د ناټو او امریکا قواوې په افغانستان کې خپل فعالیتونه منسجم کړي. ښاغلی بري غونډې ته د خبرو پر وخت په افغانستان کې تر لاسه شوي بریالیتوبونه مهم وگڼل او د مثال په ډول د کندهار په ارغنداب کې د افغان ملي قواوو ‏(‎پولیسو او اردو‏)‎ عملیات یې یاد کړل چې دده په وینا، قواوو وکولای شول سیمه له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړي.

خو چارلس بري وايي، باید دغه پروسه نوره هم گړندۍ شي او د افغانستان قواوې په خپلو پښو ودریږي.

XS
SM
MD
LG