د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستری محکمی خپل ضمنی انتخابات معطل کړی دی


د پاکستان ستری محکمی هغه ضمنی انتخابات معطل کړی دی چه ټاکل شوی وه پخوانی صدر اعظم نواز شرېف په کی خپل ځان د پارلمان لپاره کاندېد کړی.

د لاهور ېوې محکمې ښاغلی نواز شرېف په دغو د برخی اخېستلو نه منع کړی ؤ. او دلېل ېې دا ؤ کله چه په نولس سوه نهه نوي مېلادی کال کی نظامی کودتا وشوه، نو په وخت کې پری د پاکستان نظامی مشرانو ېو لړ الزامونه لگولی ؤ او د انتخاباتو نه ېې منع کړی ؤ.

د پاکستان حکومت د محکمی ددې فېصلی په خلاف په ستره محکمه کی درخواست ورکړی ؤ. که نواز شرېف ونه شی کولی چه په ضمنی انتخاباتو کی برخه واخلی نو نه شی کولی چه ځان د صدارت اعظمی د مقام لپاره کاندېد کړی.

خو د نواز شرېف په مشرئ د پاکستان مسلم لېگ گوند واېې چه د دی در خواست سره ېې څه تعلق نشته ځکه نه غواړی ددمحکمی د هغو قاضېانو سره سرو کار ولری چه جمهور رېس مشرف مقرر کړی دي.


XS
SM
MD
LG