د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ډیپلومات: آی ایس آی افغانستان ته جگړه ماران لیږي


د افغانستان د ملي امنیت د ریاست چارواکو اعلان کړی چې ١٦ مشکوک کسان یې نیولي او له دوی سره یې داسې شواهد پیدا کړي چې ښيي د ثور په اتمه د جمهور رئیس کرزي د قتلولو په دسیسه کې د پاکستان استخباراتي ادارې آی.ایس.آی لاس درلود.

په دغه باب او همدارنگه د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو لفظي شخړو او د لویدېځ د موقف په باب مو په پاکستان کې د افغان مجاهدینو په پخواني جلا وطنه حکومت کې د امریکا له خاص استازي، پیټر ټامسن سره مرکه کړې ده.

له پیټر ټامسن نه پوښتنه وشوه چې د افغانستان د ملي امنیت وروستۍ ادعا ته په کومه سترگه گوري. هغه وویل: اوس د افغانانو په نسبت د پاکستانیانو، عربانو، ازبکانو او نورو بهرني ترهگرو شمیر زیات دی او لا هم زیاتیږي کوم چې په قبایلو کې تربیه شوي او افغانستان ته لیږل کیږي.

ټامسن وايي، د مثال په ډول که د طآلبانو د وخت د کورنیو چارو وزیر عبدالرزاق یاد کړو چې د نجیب او عبدالحق په وژلو کې یې شخصاً لاس درلود. هغه افغان نه وه او د پاکستان د چمن و.

اکثره طالبان چې په پښتو ژبه خبرې کوي او دوهمه ژبه یې دري نه بلکه اردو ده. دوی د پاکستان یوه پدیده ده. د تعجب وړ خبره نه ده چې په پاکستاني مدرسو کې اوس د افغاني طالبانو پر ځای پاکستاني طالبان افغانستان ته د لیږلو لپاره استخدامیږي.

خو د غرب په ملاتړ د افغانستان حکومت اوس د پاکستان له خوا ددغې جگړې په خلاف خپل غږ پورته کړی او کیدای شي دا کار د افغانستان حوصله نوره هم تنگه کړي.

څو ورځې مخکې د کندهار پر زندان باندې د وسله والو طالبانو له حملې او له بند نه د سلگونو بندي طالبانو له آزادېدو وروسته، جمهور رئیس حامد کرزي د هغو طالبانو په خالف له قهره ډک عکسل العمل وښود چې د جمهور رئیس کرزي په خبره له پاکستان نه د حملو لپاره افغانستان ته را اوړي.

کرزي ا‏‏خطار ورکړ که دغه حالت دوام وکړي نو د پاکستاني طالبانو په رهبرانو بیت الله محسود او مولوي عمر پسې به پاکستان ته عسکر ولیږي.

په عیني وخت کې د امریکا جمهور رئیس جورج بوش وویل، ددې خبرې طرفدار نه دی چې د یوه ملک عسکر دې بل خپلواک ملک ته ورشي او خلک دې ووژني خو د جمهور رئیس کرزي په ستونزه پوهیږي.

له پیټر ټامسن نه پوښتنه وشوه چې د جمهور رئیس بوش ددغو څرگندونو هدف څه گڼي. هغه وویل: د جمهور رئیس بوش دغه څرگندونو ډیر رسمي شکل درلود.

عیناً لکه د امریکا د دفاع د وزیر رابرټ گیټس وروستیو څرگندونو چې ویلي یې ؤ، امریکا او نړیواله ټولنه د پاکستان له هغې جگړې خسته شوي چې د القاعده او طالبانو له لارې یې په افغانستان کې پر مخ بیايي.

پیټر ټامسن وايي، آی ایس آی او په خاص ډول د آی ایس آی اکثره متقاعد غړي په قبایلي علاقه کې له طالبانو او القاعده شبکې سره نږدې کار کوي.

دغه شبکه له سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو ته جنگیالي او ځانمرگي حمله کوونکي تر لاسه کوي. دوی د پاکستان د مذهبي گوندونو سره هم کار کوي چې په قبایلي علاقه کې د موجودو مدرسو طالبان ځانمرگو حملو ته تیار کړي. په زرگونو دغه حمله کوونکي افغانستان ته لیږل کیږي او هلته وژل کیږي.

ښاغلی ټامسن وايي، له عربي هیوادونو ته راغلي ځانمرگي حمله کوونکي په شمالي وزیرستان، باجوړ، کویټه او جنوبي وزیرستان کې د بیت الله محسود، مولوي عمر، گلبدین حکمتیار او جلال الدین حقاني د کسانو له خوا د تربیه کیدو او تجهیزېدو وروسته پر افغاني پولیسو، اردو او ایتلافي قواوو باندې د حملې لپاره افغانستان ته لیږل کیږي.

ښاغلی ټامسن وايي، د پاکستان د پوځ ستراتیژي همدا ده چې افغان حکومت او په خاص ډول د افغانستان ملي اردو بیارغېدو ته پرې نږدي. خو دغه ستراتیژي اوس ناکامه شوې ده. نړیوالې ټولنې په اقداماتو لاس پورې کړی دی. متحده ایالاتو او د نړۍ نورو ملکونو اوس د پاکستان پوځ ته دا پیغام ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو په ذریعه جگړه بنده کړي.

زه په دې باور لرم که دوی دغه جگړه بنده نه کړي نو د افغان خوا او د ایتلاف له سخت عکس العمل سره به مخ شي او هغوی به مجبور شي چې په قبایلو کې د طالبانو شبکې په نښه کړي.

پیټر ټامسن دا وخت، په تیرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې د جگړې او په دغه هیواد کې د وروستیو پرمختگونو په باب یو کتاب لیکي. دی وايي، په خپل دغه کتاب کې کوښښ کوي چې غربیان د افغانستان په قبیلوي ټولنې وپوهوي.

XS
SM
MD
LG