د لاس رسي وړ اتصالات

بش له طالبانى سره په ملاقات کې په عراق کې د پرمختگ ېادونه وکړه


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش دعراق له جمهور رئېس جلال طالبانى سره په سپېنه مآڼى کې ملاقات کړېدى. د امرېکا غږ خبرېاله پاله ولفسن په عراق کې د امرېکا داېنده موجودېت په برخه کې دېو تړون د څرنگوالى په برخه کې رپوټ ورکوى. په دې ملاقات کې ددى تړون ترڅنگ په نورو مساېلوباندى هم خبرى وشوې.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش او دعراق جمهوررئېس جلا ل طالبانى د خپل رسمى مجلس په اخرکې له خبرېالانو سره د لنډ وخت لپاره خبرى وکړى. دواړو مشرانو په عراق کې د مثبتو کارونو ېادونى ته توجه وکړله.

ښاغلى بش په دې برخه کې داسى ووېل: "ما ددې حقېقت له امله د جمهوررئېس ستاېنه وکړه چې په عراق کې امنېت مخ په ښه کېدو روان دى. دى او دده رسمى ملگري د عراق د ټولنى ټولو خواوته ددې لپاره ځان رسوى چې له خلکو سره په دې کې مرسته وکړى چې هغوى د ېوې ازادې ټولنى او ازاد ژوند په خېر اوبرکت پوه کاندى."

ښاغلى بش ددى خبرى ېادونه وکړه چې تراوسه لا ډېر کارونه نو ر هم په مخکى پراته دى. هغه په خاصه توگه دهغه ستراتېژېک تړون ېادونه وکړه چې د څرنگوالى په برخه کې ېې مذاکرات روان دى.

دا تړون به دامرېکا او عراق ترمنځ وى او دامرېکا قواو ته به اجازه ورکوى چې د جنگ له پاې نه وروسته هم کله چې دملگرو ملتونو له خوانه هلته د پاتې کېدلو اجازه نامه پاېته ورسېږى، په عراق کې پاتى شى.

هغه ووېل چې پکارده دغه تړون دده په وېنا دعراق د حکومت لپاره وړ او مناسب وى. تردى وروسته د عراق جمهوررئېس جلال طالبانى ووېل دى هېله من دى چې دواړه خواوى به ډېر ژر ېوه تړون ته سره ورسېږى.

ښاغلى طالبانى په دې برخه کې داسى ووېل: "موږ دامرېکا له متحده اېالاتو سره ددغه ستراتېژېک تړون د کولو لپاره په بشپړ ډول کارکوو. زه فکر کوم چې موږ ددغه تړون دکولوپه برخه کې ډېر مهم گامونه پورته کړېدى."

جلال طالبانى ووېل چې د ښاغلى مالکى حکومت، د ډېرو مهمو قوانېنو په جوړولو د تېلو او انتخاباتو په برخه کې لگېا دى. هغه په دې خبره ټېنگار وکړ چې د حکومت په اقداماتوکې د ملى ېو والى منځته راوستل تر ټولو مخکى گڼل کېږى.

جمهور رئېس طالبانى په دې برخه کې داسى ووېل: "زه دا وېلى شم چې موږ په دې وېاړو چې په عراق کې مو ښه کامېابى په برخه سوېده. زموږ اقتصاد پر مختگ کوى او د ملى پخلاېنى د پر مختگ په لور مو هم ډېر ستر گامونه اوچت کړېدى. "

جمهور رئېس طالبانى داهم ووېل چې عراق د خپلو ټولو گاونډېانو سره د اړېکو په ښو کولو کې هلې ځلې کړېدى. په دغو گاونډېانو کې اېران او سورېه هم شامل دى. د امرېکا حکومت خبردارى ورکړېدى چې اېران اوسورېه په سېمه کې د ترهگرو پالنه کوى خو داېې هم څو څو ځلى وېلى دى چې دوى به هېڅکله دعراق له خوانه په سېمه ئېزه دېپلوماسى کې دعراق په مخکى خنډ نشى.

رپوټونه وايي چې جمهوررئېس طالبانى د خپلو صحې ستونزو لپاره امرېکى ته راغلى و او له ښاغلى بش سره دهغه د ملاقات لپاره ډېر ناوخته مهال وېش وټاکل شوى.

XS
SM
MD
LG