د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د پارلمان د پاته چوکیو د ډکولو د پاره انتخابات کیږی


په پاکستان کی د پارلمان د پنځو پاته چوکیو او د ایالتي اسامبلیو د ٢٥ چوکیو د ډکولو د پاره انتخابات شروع شوي دي.

د پاکستان ستري محکمې د لاهور په ښار کی په یوه انتخاباتي حوضه کی چی توقع کیده پخوانی صدراعظم نواز شریف هلته ځان کاندید کړی، رای گیري وځنډوله ځکه چی یوې ټیټی محکمې حکم کړی و چی هغه په انتخاباتو کی برخه نه سی اخیستلای.

که نوازشریف په پارلمان کی چوکۍ تزلاسه نه کړی، نو هغه نه سی کولای چی صدراعظمۍ ته ځان کاندید کړی.

د لاهور یوې محکمې ښاغلي نواز شریف ته اجازه نه ده ورکړې چی په دې دوهم ځلي انتخاباتو کی برخه واخلی ځکه چی په ١٩٩٩ کال کی د نظامی کودتا په وخت کی چی دی یې د قدرت نه لیری کړ یو لړ جنایي تورونه پر لگیدلي وو حکومت ددغي محکمې د فیصلې په باب ستري محکمې ته عریضه وکړه چی هغه بدله کړی.

XS
SM
MD
LG