د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د شمالي کوریا د ذروي اعلامیې هرکلی کړی دی


شمالي کوریا د خپلو ذروی فعالیتونو په باب اعلامیه چی ډیره موده یې ځنډولې وه، خپره کړې ده او امریکا د هغې په مقابل کی اعلان وکړ چی په هغه هیواد باندی به تجارتي بندیزونه ایسته کړی او غواړی پیونگ یانگ د تروریزم د تور لیست نه وباسی.

د امریکا جمهوررئیس جورج بوش د شمالی کوریا ددې اعلامیې چی نن د پنجشنبې په ورځ په پیکینگ کی چینایي مقاماتو ته ورکړه شوه، هرکلی وکړ. چین د شمالي کوریا د ذروي مذاکراتو چی شپږ ملکونه گډون په کی لری، کوربه دی.

ښاغلي بوش په سپینه ماڼۍ کی وویل چی د شمالي کوریا دا اعلامیه یو مهم اقدام دی او واشنگټن هغې ته په دوو لارو جواب ورکوی. هغه وویل چی امریکا به په پیونگ یانگ باندی تجارتي بندیزونه لیری کړی او په ۴٥ ورځو کی به یې د تروریزم د تور لیست نه وباسی .

XS
SM
MD
LG