د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو (جي.اته) موافقه کړې چې د افغانستان او پاکستان د ناامنه سرحدي سیمې د ثبات لپاره څلور میلیارده ډالر مصرفوي.
ددغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن اعلان وکړ چې په قبایلي سیمو کې ١٥٠ پراختیايي پروژې پیلوي. په دغه سیمه کې د تشدد او د امن د نشتوالي په باب اندیښنه موجودي دي.
د اتو صنعتي هیوادونو د چارواکو دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ د جاپانو د کیوټو په تاریخي ښار کې پیل شوه. په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې کنډولیزا رایس برسیره، د برتانیې، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیې، روسیې او جاپان د بهرنیو چارو وزیران گډون لري.
ټاکل شوې ده چې په دغې غونډه
کې په راتلونکې میاشت کې د جاپان په هوکایډو ښار کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د
رهبرانو د غونډې د جوړېدو پر سر هم خبرې وشي.