د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان فکر کوى چې د کرزي خلاف دسېسه کې پاکستان لاس درلود


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى دا لومړى ځل دى چې دافغانستان حکومت د پاکستان داستخباراتو په اداره باندى د چارشنبى په ورځ برالا تور ولگاوه چې په کابل کې پر جمهور رئېس کرزى باندى دحملى کولو ناکامه دسېسه دتېر اپرېل په مېاشت کې همدې ادارې جوړه کړې وه.

د چارشنبى په ورځ په کابل کې دافغانستان د استخباراتو وېاند سېد انصارى ووېل چې افغان چارواکى ددى شواهد لرى چې دپاکستان د استخباراتو اداره Inter-Services Intelligence نېغ په نېغه د قتل په دغو هڅو کې لاس لرى.

نېوېارک ټاېمز لېکى هغه ووېل چې په شواهدو کې هغه اسناد شامل دى چې د قتل ددسېسى په برخه کې د تحقېقاتو په ترڅ کې لاسته راغلى دى. په دغو اسنادو کې د شپاړس مشکوکو کسانو اعترافات شامل دى چې له دسېسى نه وروسته ونېول شول، دهغوى لاسى تېلېفونونه او په هغو پورې مربوطې تېلېفونى نومرې شاملى دى.

د افغانستان د استخباراتو وېاند په دې برخه کې نور تفصېلات اونومونه ورنکړل چې د پاکستان د استخباراتوپه اداره کې ښاېې څوک په دې دسېسه کې لتاړ وى.

نېوېارک ټاېمز لېکى، وېاند زېاته کړه چې د تحقېقاتو په ترڅ کې چې کوم شواهد په لاس راغلى دى اوهمدارنگه توقېف شوو مشکوکانو چې کوم اعترافونه کړېدى دا ټو ل دا څرگندوى چې دترهگرۍ ددغه برېد اصلى طراحان او تنظېموونکى څوک دى.

ددغه برېد اونه بښونکى جرم دسېسه د اپرېل د مېاشتى په ٢٧-مه نېټه په کابل کې د رسم گذښت پروخت په پاکستان کې داستخباراتو ادارې ISI او په هغوى پورې تړلو کسانو تنظېم کړى وه.

نېوېارک ټاېمزن د جون په ٢٦مه نېټه لېکى چې له دې کنفرانس نه وروسه د پاکستان حکومت او ېاد ISI وېاند سمدلاسه په ځواب کې څه ونه وېل. د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ته چې کوم ټېلېفونونه وشول دهغو ځواب هم ندى ورکړل شوى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې تراوسه پورې دا ترټولو سخت تور دى چې افغانستان په خپل گاونډى هېواد پاکستان باندى لگولى دى. ورځپاڼه په خپله تبصره کې لېکى چې ددواړو گاونډېو هېوادونو ترمنځ په اړېکو کې کې تاو ترېخوالى مخ په لوړه روان دى.

تېره اونى ښاغلى کرزى گواښ وکړ چې دى به پاکستان ته ددې لپاره عسکر ولېږى چې هلته له افراطى اسلامى ډلو سره جگړه وکړى. دغه افراکى ډلېى په سرحدى سېموکې فعالېت کوى او پرافغانستان حملى کوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى تېره اونى ښاغلى کرزىپه دې ترڅ کې ووېل چې دى د پاکستان حکومت ته دېودوست حکومت په سترگه گورى.

خو کله چې دخبرو جنگ تود سو نو هغه انډېوال هېوادونه دېته وهڅول چې له افغانستان سره ملگرى سى چې له هغو سره جگړه وکړى چې دا دواړه هېوادونه بې ثباته کوى اوهغه لاسونه غوڅ کاندى چې له افراطېانو سره مرسته او ملاتړ کوى.

نېوېارک ټاېمز وېلى دى چې هغه درى کسان چې په دې حمله کې دخېل ووهغوى له افغانستان نه بهر خلکو سره اړېکى درلودلى. په دې جمله کې هغه خلک شامل وو چې په مېرامشاه کې دى. مېرامشاه په شمالى وزېرستان کې هغه سرحدى ښارد ى چې د طالبانو او القاعده پوخ مورچل گڼل کېږى.

خو نن د پنجشنبى په ورځ پاکستاني چارواکو د افغانستان هغه تورونه رد کړل چی وایی د استخباراتو لویي ادارې یې د افغانستان په جمهوررئیس حامد کرزي باندی په حمله کی لاس درلود .

د پاکستان ددفاع وزیر چودري احمد مختارنن د پنجشنبې په ورځ دا تور رد کړ چی د پاکستان د آی ایس آي استخباراتي ادارې دا حمله تنظیم کړې وه

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق محمد صدیق هم نن دا تورونه ردکړل او ویې ویل چی رپوټونه ښئي چی دا قاتلانه حمله په افغانستان کی د استخباراتو او امنیتي چارو د ناکامۍ په وجه شوې ده.

XS
SM
MD
LG