د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوهه: امریکا او پاکستان باید د تروریزم په خلاف جگړه کې اول خپل د نظر اخلاف ختم کړي


د امریکا د مشرانو په جرگه کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس، جو بایډن ویلي، د امریکا حکومت باید له پاکستان سره د تروریزم سره د مبارزې تر نامه لاندې مرستې ودروي تر څو چې هغه ملک په قبایلي سیمه کې د افراطیانو په خلاف جدي اقدام نه وي کړی. په همدې باب او د سیمې د ځینو نورو مهمو مسایلو په باب مو دلته په واشنگټن کې د هریتیج په تحقیقاتي مرکز کې د جنوب آسیا د چارو له ماهرې، لیزا کرټیس سره مرکه کړې ده.

له لیزا کرټیس نه مو په ابتدا کې پوښتنه وکړه چې که امریکا له پاکستان سره خپلې نظامې مرستې ودروي، نو دا به په سیمه کې د افراطیانو په مخنیوي که څه مرسته وکړي هغې وویل: "زما په فکر دغه پیشنهاد به د امریکا پالیسي په یوه سمه خوا رهنمايي کړي. موږ باید پاکستانیانو ته وښیو چې د اوږده وخت لپاره ددوی ملاتړ کوو. متحده ایالات ددې کار سابقه لري چې جنوبي آسیا ته یې تل شا کړې ده. په ١٩٨٠مې لسیزې کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته همدا کار وشو. متحده ایالاتو له افغانستان او پاکستان دواړو نه مخ واړاوه. په پاکستان کې دا عقیده ډیره ضعیفه ده چې امریکا به له هغه ملک سره د اوږدې مودې لپاره متعهد پاتې شي. د بایډن پلان پاکستان ته یو ډول اطمنان ورکول دي".

میرمن کرټس وايي، فکر نه کوي چې له پاکستان سره د امریکا د نظامي مرستو لپاره د شرایطو ټاکل به د وضعې له ښه کیدو سره مرسته وکړي. ددې په گمان اوس ضرورت ددې خبرې دی چې امریکا او پاکستان ستراتیژیک هدفونه مشخص کړي او دغو هدفونو ته د رسیدو لارې معلومې کړي.

دا وايي، که روان حالت ته پام وکړو، کومې خبرې چې د پاکستان او طالبانو تر منځ روانې دي، امریکا ورته د شک په سترگه گوري. خو دواړو هیوادونو ته پکار دي چې په قبایلي سیمه کې د ترهگرو د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره مشترک کار وکړي. د جو بایډن د پیشنهاد له مخې، د پاکستان سره د نظامي مرستو ته د شرایطو د ټاکلو معنی دا ده چې له پاکستان څخه وغوښتل شي چې د ترهگرو په خلاف جدي اقدام وکړي. خو پاکستان بیا په خپله خاوره کې د تروریزم د موجودیت پړه د افغانستان په خوا کې د ایتلافي ځواکونو په موجودیت وراچوي.

له دې نه معلومیږي چې د سیمې په باب د پاکستان او امریکا په نظرونو کې اختلاف موجود دی او باید کوښښ وشي چې دغه اختلاف ختم شي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني پرون اعلان وکړ ملک یې د ترهگرو په خلاف د څو بُعدي جگړې پر مخ بیولو نیت لري. صدراعظم دا هم ویلي چې له سیمې نه د خارجي جگړه مارانو د ایستلو مسولیت به د قبایلي مشرانو په غاړه وي. د چارو ماهرین دا څرگندونې د پاکستان په دریځ کې غټ بدلون بولي، ځکه چې نوي ملکي حکومت تر اوسه له طالبانو سره د سولې خبرې کولې. له لیزا کورټیس نه مو پوښتنه وکړه چې ددې په عقیده، آیا د صدراعظم گیلاني دغه څرگندونې د پاکستان په پالیسۍ کې لوی بدلون ښيي؟ هغې وویل: "فکر نه کوم چې قبایلي مشران دي ددې توان ولري چې دغه په وسلو سمبال او مجهز جگړه ماران دې له سیمې وباسي. افراطیان او یاغي طالبان په قبایلي سیمه کې لا هم د تقویه کیدو په حال کې دي. زما په باور باید ددغو عناصرو په خلاف له عسکري قوې څخه کار واخیستل شي".

لیزا کرټیس وايي، د امریکا اندیښنه په همدې کې دي چې پاکستان غواړي له قبایلو نه خپل عسکر وباسي، په دې ډول هغو جگړه مارانو ته موقع په لاس ورځي چې پر ایتلافي قواوو باندې د حملو لپاره افغانستان ته اوړي. هدف ته د رسیدو لپاره امریکا او پاکستان ته پکار دي چې په خپلو کې خبری وکړي د نظر اختلافات ختم وکړي. او په سیمه کې د ترهگرو او افراطیانو په خلاف د مبارزې لپاره یوه منسجمه پالیسي تیاره کړي.

XS
SM
MD
LG