د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي دي


د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډهلي کی سره کتلي دي . د هغوی د خبرو په آجندا کی به د کشمیر جنجالي موضوع هم شامله وی .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نن د جمعې په ورځ نوي ډهلي ته ورسید . هغه به هلته څلور ورځي تیري کړی او د خپل هندي انډول پرناب موکرجي سره به خبرو ته دوام ورکړی .

قریشی په یوه بیانیه کی وویل چی د هند سره د سولي جریان د سیمی د امنیت د پاره ډیر مهم دی .

په عین حال کی په هندي کشمیر کی د یوې ټوټې ځمکي په سر احتجاجونو او مظاهرو نن په پنځمه ورځ هم دوام درلود .

په زرهاو مسلمانان د سرینگر په لارو کوڅو کی په مظاهره را وتلي وو او او په هغي فیصلې باندی یې اعتراضو نه کول چی ۴٠ هکتاره ځمکه هندوانو ته ورکوی چی د یوه زیارت په شاوخوا کی کورونه په کی جوړ کړی چی زیارت کونکي په کی واوسیږی .

د دوشنبې د ورځي را پدې خوا چی دا مظاهرې شروع شوي دي ، تر اوسه پورې درې تنه د پولیسو سره په شخړو کی په کی وژل شوي دي .

XS
SM
MD
LG