د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په پاکستان کی دوه افغانان د جاسوسۍ په تور وژلي دي


د پاکستان یاغي طالبانو په هغه ملک کی دوه افغانان په دې تور چی امریکایي قواو ته یې جاسوسي کوله ، په عام محضر کی وژلي دي .

یاغیانو نن د جمعې په ورځ په باجوړ کی په داسی حال کی چی څه د پاسه پنځه زره خلک ورته ولاړ وو ، د یوه سړي سر غوڅ کړ او بل یې په توپک وویشت

یاغي طالبانو خلکو ته وویل چی دغو دوو تنو امریکایی قواو ته داسی اطلاعات ورکړي وو چی د هغو په اساس دغو قواو د مې په میاشت کی په باجوړ باندی هوایی حمله وکړه او ١۴ تنه یې ووژل .

عیني شاهدان وایی چی ددغو دوو تنو د وژلو نه وروسته د خوشحالۍ څرگندولو د پاره د توپکو هوایی ډزي وسوې او په کی اته تنه زخمیان سول .

د پاکستان حکومت په سوبه سرحد کی د یاغي طالبانو سره د ټیټي سطحي خبري شروع کړي دي ، مگرچندان گټه یې نه ده کړې او په پاکستان او د افغانستان سره په سرحدي سیمو کی لا ددوی حملې نه دي بندي سوي .

XS
SM
MD
LG