د لاس رسي وړ اتصالات

د راکټونو په حمله کی یو ماشوم وژل شوی او څو تنه زخمي شوي دي


چارواکي وایی چی د پاکستان له خوا د افغانستان په کلیو باندي راکټونه لگیدلي او لږتر لږه یو ماشوم یې وژلی او څو نور خلک یې زخمي کړي دی .

افغان مامورین وایی چی د غه راکټونه د هغو یاغیانو له خوا ویشتل شوي چی د کنړ په اسد آباد کی د امریکا په مشري د ائتلافي قواو سره په جگړو اخته دي .

په افغانستان کی په تیره بیا په جنوب او ختیځ کی د یاغیانو حملې زیاتي شوي دي.

د امریکا په مشري ائتلافي قواو نن د جمعې په ورځ وویل چی یو عسکر یې پرون د فراه د ولایت د گلستان په ولسوالي کی د گزمې په وخت وژل شوی او اووه تنه نور چی دوه افغان عسکر هم په کی شامل وو وژل شوي دي .

دغه راز د ائتلاف درې نور عسکر او د هغوی یو افغان ترجمان هم پرون د وردگو په ولایت کی د یوه قوي بم په چاودنه کی ووژل سول .

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وایی چی دی له دی کبله اندیښمن دی چی د افغانستان په ختیځ کی په دې کال کی د یاغیانو په حملو کی ۴٠ فیصده زیاتوب راغلی دی .

هغه وویل چی ددې شخړو او حملو یوه وجه داده چی ډیر یاغیان په آسانۍ سره د پاکستان نه افغانستان ته اوړی او د پاکستاني عسکرو له خوا په کافي اندازه مقاومت نه ور سره کیږی .

XS
SM
MD
LG