د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې شپږساتوونکی په مائن ختلی او وژل شویدی


افغان ماموران وائې، دافغانستان په ختېځ کې شپږتنه ساتوونکی په مائن وژل شوی او دری تنه نورئې زخمیان دی .

دخوست دولایت نطاق وائې، دغه ساتوونکی پرون دجمعی په ورځ دسپیره په ولسوالې کې په داسی وخت کې ووژل شول چې په مائن وختل .

ددغې پیښی مسؤلیت هیچا په غاړه ندی اخیستی .

له بل پلوه دبریتانی مامورانو نن دشنبی په ورځ وویل، په داسی وخت کې ئې یو عسکر ووژل شو او دوه نورئې زخمیان شول چې ددوی دگزمی موټر دهلمند په ولایت کې واوخوت.

دبریتانی ددفاع وزارت وائې، دغه پیښه پرون شوی او دجنگ پوری ارتباط نلری .

دعملیاتو دپیل نه راپدی خوا چې دیودپاسه ددوه زرم کال په اخر کې شروع شویدی، دا دبریتانی یوسلو نهم ‏(‎١٠٩ ‏)‎ عسکر دی چې وژل کیږی .

له بلی خوا امریکا ویلی دی چې احتمال لری په روان کال کې په افغانستان کې دطالبانو حملی په خپل حال پاتی شی یا لدی نه زیاتی شی .

ددفاع دوزارت رپوټ چې پرون دجمعی په ورځ خپوری شویدی، وائې، دامریکا او ائتلاف دکوښښونو سره سره چې طالبان نیسی او وژنی ئې ، وائې ، طالبان زیات منظم شویدی .

رپوټ وائې، طالبان به دافغانستان په ختیځ او جنوب کې چې ددوی قوی مرکزدی، جنگ ته دوام ورکړی اوښائې چې دهیواد په نورو سیموکې دخپل موجودیت دقوی کیدو کوښښ وکړی .

XS
SM
MD
LG