په هندي کشمیر کې دا شپږمه ورځ ده چې خلک لارو کوڅو ته راوتلي او د حکومت د هغه اقدام په خلاف مظاهرې کوي چې د مسلمانانو ځمکې یې هندوانو ته ورکړي دي.
د کشمیر په مرکزي ښار سرینگر کې مظاهره چیان له پولیسو سره ونښتل او پولیسو د خلکو د تیتولو لپاره اوښکي بهوونکي گاز استعمال کړل.
د تیرې دوشنبې د ورځې راهیسې په دغو مظاهرو کې درې تنه وژل شوي او نږدې ٢٥٠ تنه ژوبل شوي دي. ښوونځي او دفترونه هم تړلي دي.
مظاهره چیان د حکومت د هغه اقدام مخالفت کوي چې ۴٠ هکتاره ځمکه یې د هندوانو د شري امرناتجي د زیارت مسئولینو ته ورکړې ده. پر دغه ځمکه د هغو زرگونو هندوانو لپاره د اوسیو موقت ځایونه جوړیږي چې هر کال شري امرناتجي زیارت ته راځي.
د جمو کشمیر ایالتي صدراعظم، غلام نبي آزاد ویلي، تر هغو به پر دغه لانجمنه سیمه د ودانیو جوړول پیل نه کړي چې ټول سیاسي گوندونه سر کښیني او د حل یوه لاره راوباسي.