د لاس رسي وړ اتصالات

رایس ویلي شمالي کوریا باید د اتومي پروگرام ختمولو ته متعهد وي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کنډولیزا رایس وايي، له شمالي کوریا نه توقع لري چې د شپږو هیوادونو د پریکړې سره سم خپل د اتومي وسلو د پروگرام د ختمولو پر ژمنه ودریږي.

میرمن رایس دغه خبرې نن په سول کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر، یو میونگ هوان سره د غونډې پر وخت وکړې.

دا غونډه له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې شمالي کوریا په یونگ بیونگ کې د خپلې اتومي بټۍ د یخولو یو برج په سمبولیک ډول ونړاوه.

شمالي کوریا همدارنگه له په خپل هیواد کې د پلاټونیمو د غني کولو تفصیلي رپوټ له اوږې موده ځنډ او خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ چین ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG