د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو ېوعسکر په افغانستان کې ووژل شو


د افغانستان په جنوب کی د ناتو په مشری قواووی وایی چی د بم په یوه چاودنه کی یو عسکر وژل شوی دی.

د آی ساف قواووی وایی چی دغه پیښه د هلمند د ناکراره ولایت په مرکز لشکرگاه کی وشوه. د آی ساف قواوو د دغه وژل شوی عسکر هویت نه دی برلا کړی.

د دی پیښی مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

افغان ، ناتو او امریکایی عسکر د ملک په جنوبی او ختېځو سیمو کی د طالبانو او نورو یاغیانو په وړاندی په جگړو بوخت دی.

دوی له هغه وروسته چی د امریکا په مشری قواوو په ٢٠٠١ کال کی طالبان د قدرت نه راوپرځول په جگړو اخته دی.

XS
SM
MD
LG