د لاس رسي وړ اتصالات

نېو ېارک ټاېمز : پاکستان د اسلامى افراطېانو اډې په توپونو وېشتلى دي


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼى د ېکشنبى په ورځ د جون په نهه وېشتمه نېټه په دې تبصره کړېده چې دا اول ځل دى چې د پاکستان حکومت د پاکستانى طآلبانو خلاف پوځى اقدامات کړېدى.

نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې اسلامى سر تېري د پېښور شاو خوا ته خپله ولکه مظبوطوى. اوسېدونکى برمته کوي او پخپلهښار ېې هم تهدېد کړېدى.

د پاکستان نوي اېتلافې حکومت د شنبى په ورځ ددغو اعمالو په مقابل کې د اول ځل لپاره په نظامى اقداماتو پېل وکړ.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د پوځ عملېات محدود ول. امنېتى قواو ېوازې هغه ځاېونه په توپونو ووېشتل چې له پېښور نه بهر د افراطېانو مشر نېولى ول.

د پوځ له قواو نه په دغو عملېاتو کې کار وانه خېستل شو. څرگنده ده چې د حکومت نېت داو چې افراطېان د ښار له شاخوا سېمونه شاته وتمبوى.

ورځپاڼه لېکى چې دا اول ځل و چې ملکى حکومت چې ځان له پاکستانى طآلبانو اونورو اسلامى افراطېانو سره د سولى خبرو ته متعهد بولى، له وسلى او نظآمى عملېاتونه کار واخېست.

ددې په مقابل کې د افراطېانو مشر بېت الله مهسود اعلان وکړ چې ده د سولى په خبرو کې خپل گډون ځنډولى دى. د پاکستان د سما تلوېزېون په ېورپوټ کې ووېل چې بېت الله مهسود گواښ کړېدى چې که نظامى عملېات ادامه پېداکاندى نو دى به د پاکستان په زړه کې ېعنى د سند او پنجاب اېالتونو کې دننه جگړه پېل کاندى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاْڼه لېکى، معتبرو نظآمى چارواکېو ووېل چې ځاېې امنېتى قواو د اسلامى افراطېانو په مرکزونو باندى چې مشري منگل باغ کوى دتوپونو ډزې کړېدى.

ددغى سېمى تکړه جنگېالېو د خېبر اېجنسى واک او اختېار ترلاسه کړېدى. دا ځاى د پېښور ښار ته نېژدى پروت دى. ورځپاڼه لېکى حکومت غواړى چې په هماغه ځاى کې امن تامېن کړى او خپل حکم جارى کړى په کوم ځاى کې چې ورسره مقابله شوېدىه.

د صوبه سرحد د پولېسو ېوه معتبر چارواکى ووېل دغه عملېات د افراطېانو په مقابل کې ددى لپاره کېږى چې عامو خلکو ېې غوښتنه کړېده. ځکه چې افراطېانو د ښار اوسېدونکى برمته کړېدى او امن ېې خراب کړېدى، هغوى دا کار په تېرو څو اونېو کې څو څو ځلى کړېدى. افراطېانو شاو خوا خلک په دې هم وېرولى دى چې د شاوخوا ښارونو محکمى ېې بندى کړېدى.

نېوېارک ټاېمز واېې د باړې شاوخوا سېمه ېې کلابند کړېدى او په دغه ځاى کې ېوازې د فرنټېر قول اردو او ملېشو چې عموما په وسلو ښه مجهز نه وى عملېات کړېدى. د پاکستان پوځ په پېښور کې زښت ډېر دى او ېوولسمه قول اردو د انگلېسانو د وخت په ېوه زړه کلا کې دېره ده.

د پوځ وېاندى تورن جنرال اطهر عباس ووېل چې ددوى دعملېاتو اصلى مقصد دادى چې د منگل باغ مرکزونه چې په باړه کې ېې خپل جنگېالى اچولى دى، تباه کاندى.

د نېوېارک ټاېمز رپوټ وايى چې دا عملېات به محدود وى او په پنځو ورځو کې به پاېته ورسېږى.

د سولى هغه خبرى چې د پاکستان حکومت د فبرورى د انتخاباتو نه وروسته پېل کړې وې، د امرېکا او ناټوقواو په دې ترڅ کې د پاکستانى طالبانو په مشر بېت الله مهسود باندى انتقاد کړېدى ځکه چې دوى فکر کوى دا به پاکستانى طآلبانو ته ددى وخت برابرا کاندى چې وروسته بېا داېتلاف پر قواو باندى په افغانستان کې حمله وکړى.

په امرېکا کې د سپېنى مآڼى له خوانه دا حآلات څارل کېدل. د ښاغلى بش نطآق په دې برخه کې ووېل چې افراطېان پاکستان ، افغانستان او امرېکا ته خطر پېښوى او چېرته چې ضرورى وگڼل شى موږ به هلته پسى ورشو.

ېوله هغو خبرو نه چې د سولى په مذاکراتو کې پر ې خبرى کېدلى هغه دا و چې د بېت الله مهسود قواوې به افغانستان ته نه ور داخلېږى چې دناټو او امرېکا له قواو سره وجنگېږى. خو په دې خبره باندى موافقه نده شوى.

XS
SM
MD
LG