د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د ملکیانو وژل کېدل 'تر څه باندی شپېتو فیصدو پوری زیات شوي دي'


د ملگروملتونو یو ستر مامور وایی په روان کال کی په افغانستان کی د ملکیانو وژل کېدل تر څه باندی شپېتو فیصدو پوری زیات شوي دي.

د ملگروملتونو د بشری چارو ریس، جان هومز پرون په کابل کی خبریالانو ته وویل چی په کال ٢٠٠٨ کی د یاغیانو او خارجی پوځونو ترمنځ په جنگونو کی تقریبا اوه سوه تنه ملکیان وژل سوي دي. د تېر کال په همدغو میاشتو کی څلور سوه دېرش تنه ملکیان وژل شوي وه.

هومز وویل ډېر زیات ملکیان د یاغیانو د حملو په اثر وژل سوي دي چی د ملیکانو د ژوند هیڅ غم ورسره نشته. ده دغه راز وویل د حکومت او خارجی پوځیانو له خوا د ملکیانو په وژل کېدلو کی کموالی راغلی دی.

ملکی تلفات په افغانستان کی یوه حساسه مسله ده او د نړی له مشرانو سره دا اندېښنه ده چی دغه راز پېښی د طالبانو سره د خلکو ملاتړ زیاتولای شی. جمهور ریس حامد کرزي پرله پسې د بین المللی قواو نه غوښتی دي چی د ملکی خلکو د تلفات د مخنیوی او یا لږترلږه کمولو د پاره له بشپړ احتیاط نه کار واخلی.

د بلی خوا د هلمند په ولایت کی یو برټانوی عسکر د ماین په چاودنه کی وژل شوی دی. یوه پوځی اعلامیه وایی دغه پېښه د شنبې په ورځ ناوخته په لښکر گاه کی وشوه.

د افغانستان او ناټو پوځیان د کال ٢٠٠١ راهیسی، چی د متحده ایالتو په رهبری یرغل کی یې طالبان له قدرته را ورپزول، د افغانستان په جنوب او ختیځ کی د طالبانو او نورو ډلو سره په جگړه لگیا دي.

XS
SM
MD
LG