د لاس رسي وړ اتصالات

د افریقا د رهبرانو په غونډه کې د موگابې تود هرکلی وشو


د افریقايي اتحادیې د رهبرانو په غونډه کې چې دا وخت په مصر کې روانه ده، د زیمبابوې جمهور رئیس رابرټ موگابې ته په داسې حال کې تود هرکلی ویل شوی چې د زیمبابوې د جمهوري ریاست د وروستیو انتخابات پر مشروعیت باندې په نړیواله سطحه اندیښنه څرگنده شوې ده.

ښاغلی موگابې نن په مصر کې په داسې حال کې د غونډې تالار ته ننوت چې د مصر جمهور رئیس حسني مبارک او د تنزانیا جمهور رئیس، جاکايي کیکویټي یې تر څنگ روان وو. تنزانیا دا وخت د افریقايي اتحاد نوبتي مشري پر غاړه لري.

د نړۍ ډیرو مشرانو د زیمبابوې د جمهوري ریاست دغه انتخابات جعلي گڼلي دي.

ټاکل شوې ده چې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د ډیرو نورو مسایلو تر څنگ په غونډه کې د جمهور رئیس موگابې پر گډون هم خبرې وشي.

د افریقا لوړ رتبه ډیپلوماتانو او سیاستوالو پروان د یکشنبې په ورځ او نن سهار د څو ساعتونو لپاره د تړلو دروازو شاته ددې لپاره غونډه وکړه چې د ښاغلي موگابې د ډیموکراسئ خلاف دغه عمل ته څه ډول عکس العمل وښیي.

د افریقا د اتحادیې لپاره یوه پوښتنه دا ده چې هغه د زیمبابوې د مشروع رهبر په توگه ومني او که نه.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د زیمبابوې انتخابات له عیب نه ډک بللي دي. هغه همدارنگه له موگابې او د مخالف گوند له رهبر نه غوښتي چې په خپل ملک کې روان تشدد ختم کړي.

XS
SM
MD
LG