د لاس رسي وړ اتصالات

بش هغه قانون لاسلېک کړ چې ١٦٢ ملېارده ډالره د عراق او افغانستان د جنگ لپاره اختصاصوى


د امرېکا جمهور رئېس هغه قانون لاسلېک کړ چې ١٦٢ ملېارده ډالره داعراق اوافغانستان د جنگ لپاره اختصاصوى. په دغه قانون کې دعسکرو داېستلو لپاره کوم مهال وېش ندى ټاکل شوى.

ښاغلى بش په سپېنه مآڼى کې په خپلو خبرو کې ووېل چې امرېکا په خارج کې دخپلو عسکرو مشکوره اوممنونه ده او کلک ملاتړ ته متعهده ده. هغه د دواړو گوندونو له استاځو نه مننه وکړه چې ددغه قانون په تائېدولو کې ېې همکارى وکړه.

د جنگ دغه بودجه به په عراق او افغانستا ن کې ترهغه وخت پورې په مصارفو کې ولگول شى چې د ٢٠٠٩ مېلادى کال په جنورى کې نوى جمهور رئېس د حکومت د چارو واگى په لاس کې واخلى.

ښاغلى بش په کانگرېس کې له دېموکراتانو سره سخت مخالفت وکړ چې د عسکرو د را اېستلو لپاره له عراق نه ېو مهال وېش وټاکى. اوس د امرېکا په کانگرېس کې دېموکراتان اکثرېت لرى.


XS
SM
MD
LG