د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس یوه پلاوي له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل


د امریکا د متحدو ایالاتو د کانګرس یوه پلاوي تېره ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

د دغه پلاوي مشري چې ګري اکرمن له، له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې په افغانستان کې د شویو پر مختګونو نه یادونه وکړه.

دغه پلاوي ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړی چې په هر ډول حالاتو کې به د امریکا د متحدو ایالاتو ټول ګوندونه له افغانستان نه ملاتړ وکړي.

دا ډول د کانګرس دی پلاوي ددفاع له وزیر جنرال عبدالرحیم وردک سره هم لېدلي او په افغانستان کې یې د ملي اردو د پياوړتیا په سر ورسره خبری کړي.

د کانګرس دی پلاوي د مخدره موادو د وزیر پنځوس ملیونه ډالرو غوښتنې په ځواب کې ورسره ژمنه کړې چې دا موضوع به په کانګرس کې یادوي او د کانګرس د غړو ملاتړ به ورته ترلاسه کوي.

امریکا دا مهال د پنځه ویشت ملیونو ډالرو مرستې اعلان کړې چې له کوکنارو په پاکو ولایتونو کې به یې د بیارغونې په برخو کې لګوي خو د افغانستان حکومت بیا له متحدو ایالاتو د پنځوس ملیونو ډالرو مرستو غوښتنه کړی ده.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې دغه پلاوي ورسره دا ډول د نشه يي موادو په وړاندی د مبارزی د پولیسو په پياوړي کولو کې د مرستو ژمنې کړي دا وزارت هیله لري چې متحد ایالات به د سرحدي پولیسو په روزنه او تجهیز کې زیاتې مرستې ورسره وکړي.

د نشه يي موادو سره د مبارزی وزارت ویاند زلمي افضلي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نشه يي موادو د مجرمینو د دوسیو د څیړلو لپاره سبا د سې شنبې په ورځ یو کمیسیون جوړیږي.

دغه کمیسیون چې د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت، لوې څارنوالۍ، ستری محکمې او مدافع وکیلانو له خوا ترتیبیږي.

د قانون له مخې به د مخدره موادو د قاچاقبرانو او مجرمینو سزاوې چې د محاکمو د قاضیانو له خوا ورکول کیږي تنظیموي او کتنه به پری کوي. دا کمیسیون به په هره یوه میاشت کې دری ځلې ناستې ولري.

زلمي افضلي دا ډول پدی خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې نن د افغانستان د حکومت د ځینو چارواکو او د نړیوالو هیوادونو د استازو له لوري یوه غونډه هم ترسره شوه.

پدغه غونډه کې په دی بحثونه وشول چې د مخدره موادو د وجهي صندوق ۱۹ ملیونه ډالره په کومو ولایتونو کې څرنګه مصرف کړي.

افضلي وویل چې پدی غونډه کې په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کرکیله کمه شوي ددغو ۱۹ ملیونو ډالرو د لګولو په سر خبری وشوې. افضلي وویل په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کرکیله کمه شوی بې کاري او د اعتیاد ستونزی پکې شته.

XS
SM
MD
LG